د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۵:۳۲

ځایي چارواکي: د ننګرهار په لعلپوره کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په لعلپورې ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه حمله کې، درې طالب وسله وال وژل شوي چې ټول د پاکستان اوسېدونکي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼی وايي چې دا بمباري تېره شپه ناوخته د لعلپورې ولسوالۍ په صدې سیمه کې، د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په وسیله وشوه.

وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه، رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG