د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۱ لیندۍ ۱۳۹۶ کابل ۰۳:۵۱

د بغلان په دوشي کې زرو کورنیو ته بریښنا ورسېده


د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د دوو ترانسفارمرونو له نصبېدو سره په سیمه کې دېره زرو کورنیو ته بریښنا ورسېده.

د دې ځای خلکو څو ځلي د اعتراضیه مظاهرو په ترڅ کې خپلې سیمې ته د بریښنا د مزو د غځولو غوښتنه کړې وه.

د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې پر دې پروژه یې څه باندې لس میلیونه افغانۍ لګولي.

د بغلان د بریښنا رئیس فریدالدین وافي وايي چې په راتلونکي کې به د دوشي ولسوالۍ نورو اوسیدونکو ته هم د بریښنا اسانتیا ورسول شي:

"زموږ کار د دې دوو ترانسفارمرونو له نصبولو سره نه خلاصېږي. په راتلونکي کال کې به ووینئ چې ټوله دوشي به له بریښنا څخه برخمنه وي."

د دوشي ولسوالۍ خلکو ته دا د بریښنا له هغه مزي څخه ورکړل شوې چې پلازمېنې کابل ته بریښنا رسوي.

XS
SM
MD
LG