د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳۱ وږی ۱۳۹۶ کابل ۰۷:۱۶

ارزګان چارواکي: په عملیاتو کې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي


د ارزګان سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان ګډو ځواکونو په روانو ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د یو شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د ملي اردو د ۴ پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا عملیات پرون د ترینکوټ اړوندو حجرې او تالانې سیمو کې د کورنیو ګډو ځواکونو له خوا شوي او د ده په وینا په ترڅ کې یې دوه افغان سرتیري هم ټپیان شوي.

نوموړی وايي، په عملیاتو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر سپکې او درني وسلې، یو هاموې ټانک او یو موټر د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې له منځه وړل شوی او ترڅنګ یې یو شمېر سیمې هم تصفیه شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دې عملیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG