د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۰۵

چارواکي: تېرو ۶ میاشتو کې میدان وردګو کې ۱۰۸ مخالفین وژل شوي


د میدان وردګو ولایت پولیس وايي چې په تېرو څو میاشتو کې یې له سلو زیات طالبان په پوځي عملیاتو کې وژلي دي.

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني ازادي راډیو ته وویل چې په وژل شوېو طالبانو کې یو شمېر قوماندانان او جګپوړي غړي شامل دي.

دی وايي:

"په تېرو نېژدې شپږو میاشتو کې ۱۰۸ تنه د حکومت ضد وسله‎وال مخالفین په کمینونو او هوايي حملو کې وژل شوي دي. "

ښاغلي امیني زیاته کړه چې وسله‎والو طالبانو ته دا تلفات په نرخ، سیدآباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې اوښتي دي. امیني یادونه وکړه چې په وروستۍ هوايي حمله کې د چهارشنبې ورځې په مازیګر په نرخ ولسوالۍ کې د طالبانو یو قوماندان له درېیو نورو وسله والو سره ووژل شو او څلور نور سخت ټپیان شول.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG