د ازادۍ په څپو کې دې پروګرام کې د افغانستان امنیتي وضعیت څېړو.
امنیت څرنګه ښه کیدای شي؟
سربیره پر دې چې تېرکال د یو شمېر ولایتونو مرکزونه د دولت مخالفو وسله والو تهدیدول او سږکال دا ښارونه نسبتا خوندي دي خو چاودنې زیاتې کیږي، علت یې څه دی؟
د افغانستان د سولې عالي شورا د اختر په مناسب په خپل پیغام کې پر وسله والو مخالفینو په ځانګړي ډول پر طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
د سولې عالي شورا دا غوښتنه وروسته تر دې وکړه چې طالبانو هم د اختر په مناسبت بیان خپور کړ او د تېرو بیانونو په پرتله دا ځل د طالبانو دریځ څه بدل ښکاري.
طالبانو په بیان کې له خپلو افرادو غوښتي چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ډېره هڅه وکړي او دغه شان یې له سوداګرو او پانګهوالو هیله کړې ده چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې پانګونه وکړي.
د ازادۍ په څپو کې دې پروګرام کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه اوریدلی شئ: