د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

ټېلېګراف: یوه بریتانوي پیلوټ د بېکزاد ایستلو په صورت کې پرواز لغو کړ


له واشنګټنه خپرېدونکې،"د هېل" ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې چې سرلیک یې دی: "امریکايي رایې ورکونکي افغانستان ته د نورو امریکايي عسکرو د تګ په اړه متفاوت نظرونه لري".

د ورځپاڼې په حواله، یوې تازه نظر پوښتنې څرګنده کړې چې د امریکا ولس پردې چې امریکا خپل نور عسکر افغانستان ته واستوي که نه، موافق نه دي.

په نظر پوښتنه کې ۴۵ فيصده ګډون کونکو موافقه کړې چې امریکا خپل نور عسکر افغانستان ته واستوي.

یوڅلوېښت فیصده کسانو مخالفت کړی او څوارلس فیصده ګدون کونکو بې طرفي څرګنده کړې ده.

د هېل په حواله، په نظر پوښتنه کې څلرویشت فیصده برخه والو باور څرګند کړی چې امریکا به په افغانستان کې جګړه وګټي او څلوېښت فیصده کسان دا سې فکر کوي چې نه یې شي ګټلائ.

د ورځپاڼې په حواله، په امریکا کې نهه دېرش فیصده جمهوري غوښتونکي او نولس فیصده ډیموکراټان د افغانستان په جګړه کې د امریکا پر بري باور څرګندوي.

ورځپاڼې دې ته اشاره کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې وویل چې په ابتدا کې يې له افغانستان د عسکرو د ایستلو پلوي کوله خو دا فکر یې تر هغه وروسته چې په سپینه ماڼۍ کې ېې کار پېل کړ، بدل شو.

ټېلېګراف:

د بریتانیې چاپ ټېلېګراف ورځپاڼې د یوه افغان پناه غوښتونکي په اړه مقاله خپره کړې چې دوه ویشت کلن دی، صمیم بېکزاد نومېږې او په انګلستان کې یې د پناه لپاره غوښتنلیک رد شوی دی.

ټېلېګراف لیکلي:"صمیم بېکزاد چې د پناه غوښتنې عریضه یې رد شوې وه، باید د لندن له هیترو هوايي ډګره، د ترکیې د هوايي چلند په الوتکه کې افغانستان ته استول شوی وائ."

افغانستان ته د هغه د بېرته استول کېدو په وړاندې په اعتراض کې درې زره لاسلیکونه هم راغونډ شوي وو، خو د هغه له برخلیک سره یې مرسته نه وه کړې.

ورځپاڼې لیکلي، یو شمېر کسان چې افغانستان ته د صمیم بېکزاد له مستردېدو سره مخالف وو، د لندن په هیترو هوايي ډګر کې راغونډ شوي وو او مسافرینو ته یې معلومات ورکول چې د الوتکې پيلوټ او نورو کارکونکي د صمیم بېکزادپر پرېشاني او وضعیت خبر کړي.

ټېلېګراف ورځپاڼه لیکي، صمیم بېکزاد ژړل، حالت یې ډېر بد و او نارې یې وهلې چې وسله وال طالبان به یې په افغانستان کې سر غوڅ کړي.

د ورځپاڼې په حواله، د صمیم بېکزاد پر وضعیت تر خبرېدو وروسته، د الوتکې پېلوټ پرېکړه وکړه چې افغانستان ته دصمیم بېکزاد د جبري استولو په صورت کې پرواز نه کوي.

سره له دې چې د ورځپاڼې په لیکنه، د پيلوټ نوم نه دی څرګند خو ډېرو خلکو مننه ورڅخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG