که څه هم د امریکا د سنا د وسلهوال پوځ د کمېټې يو شمېر غړي وايي، کوم واکونه چې د امریکا ولسمشر امریکايي ځواکونو ته ورکړي له مخې یې امریکايي ځواکونه نور دې ته اړ نهدي چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لپاره له افغان پوځ څخه اجازه واخلي،خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېڅچا ته دا اجازه نهورکوي چې د افغانستان په خاوره کې خپل سري عملیات وکړي.
د دې وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ټولو عملیاتو لپاره همغږي او د افغانستان د لوی درستیز اجازه حتمي او ضروري ده.
وزیري زیاته کړه:
"پهخپل سر هېڅچا ته دا اجازه نهشته، نه پولیسو ته، نه ملي امنیت ته نه دفاع وزارت ته، نه د غوڅ ملاتړ مأموریت ته او نه هم امریکايي ځواکونو ته چې خپل سري عملیات ترسره کړي، دا ټول عملیاتونه هماهنګ کېږي له لوی درستیزه اجازه اخیستل کېږي او له اجازې وروسته عملیات ترسره کېږي."
ښاغلی وزیري وايي، بهرني ځواکونه په هېڅ صورت د افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته هوايي عملیاتونه نهشي ترسره کولای.
دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې امریکا ۲۰ جنګي الوتکې او ۱۹۰ تنه اضافي پوځيان افغانستان ته لېږلي او د امریکا د سنا د وسلهوال پوځ د کمېټې يوه غړي ویلي چې د ولسمشر ټرمپ لهخوا د امریکايي ځواکونو د واکونو له ډېرېدو وروسته نور د دوی ځواکونه دې ته اړ نهدي چې د عملیاتو لپاره له افغان ځواکونو نه اجازه واخلي.
جو وېلسون ویلي، امریکايي جنګي الوتکې به د افغان ځواکونو له اجازې پرته د دوی په ملاتړ په ترورېستي مرکزونو هوايي حملې کوي.
په ورته وخت کې بریتانوۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز د ځینو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې بریتانیا غواړي افغانستان ته لا ډېر ځانګړي ځواکونه ولېږي.
ورځپاڼې دا هم ویلي چې بریتانوي ځواکونه به په هوايي بریدونو کې د افغان او امریکايي ځواکونو ملاتړ کوي.
بلخوا روېټرز خبري اژانس ویلي، د امریکا پوځ د روان میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۲۴۴ هوايي حملې کړې دي.
په داسې حال کې چې د تېر کال په ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې یوازې ۱۰۴۷هوايي حملې شوې وې.
پر دې اساس، له جنورۍ میاشتې راهیسې چې ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه په کار پېل کړی، په افغانستان کې د امریکا د هوايي حملو شمېر تقریباً دوه برابره زیات شوی دی.
په ورته وخت کې د پوځي چارو يو شمېر افغان کارپوهان وايي، که په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې بهرني ځواکونه د افغان ځواکونو سره همغږي ونهلري نو له ګټې به تاوان ډېر وي.
د پوځي چارو کارپوه باري عارض په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
"هیله دا ده چې امریکايي ځواکونه هر څه د افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کړي، څو تېروتنې هم رامنځته نهشي او ګټور هم تمام شي."
ښاغلی عارض وايي، که د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ همغږي موجوده وي نو د ډېرو تېروتنو مخه به ونیول شي او مؤثریت بهیې هم ډېر وي.
راپور: واصل وصال