د ننګرهار ولايت شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکی شاهپور د ډېرو پيسو ګټلو لپاره د پوډرو په کارخانه کې کار شروع کړ، خو پام يې نه و چې دا خطرناکه کار به يې هم ځواني وخوري او هم به يې په ټولنه کې اعتبار له خاورو سره خاوري شي.
زموږ همکار محمد اياز ترنک له ده سره مرکه کړې او په پيل کې يې ورنه پوښتلي چې لومړی يې څنګه نشې ته مخه کړه؟