خبرونه
د بلخ والي: چمتال کې د ښه امنیت د ټينګښت لپاره پوځي اډه جوړېږي
د بلخ والي عطا محمد نور وايي، په چمتال ولسوالۍ کې د ښه امنیت د ټينګښت لپاره یوه پوځي اډه جوړېږي.
ښاغلي نور دا خبره پرون ازادي راډيو ته وکړه.
هغه وویل، د چمتال ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسلهوالو طالبانو تصفیه شوې، خو د راتلونکې لپاره دې ته اړتیا لیدل کېږي چې یوه پوځي اډه او څو نورې پوستې پهکې جوړې شي.
نوموړی وايي:
"دا ځل دې موافقې ته ورسېدو چې دلته به یوه پوځي اډه جوړېږي. د دې تر څنګ چې پوځي اډه جوړېږي د بلخ په وروستۍ سیمه د چمتال په کلیو کې څو پوستې جوړېږي."
ښاغلي نور وویل، د پوځي مرکز په جوړولو باندې د شاهین قول اردو او د بلخ امنیتي چارواکو ورسره موافقه کړې ده.
هغه دا هم وویل چې د چمتال ولسوالۍ په تصفیوي عملیاتو کې ۴۰ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د بلخ والي د پنځو افغان پوځیانو وژل کېدل هم تائید کړل، خو وسلهوالو طالبانو بیا ادعا کړې چې په چمتال کې یې ۱۷ افغان پوځیان وژلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پزشکیان: تهران چمتو دی چې دخپلو یورانیمو د غنا کچه له ۶۰ سلنې راټیټه کړي
د ایران ولسمشر وايي چې تهران چمتو دی چې دخپلو یورانیمو د غنا کچه له ۶۰ سلنې راټیټه کړي او خپل اټومي پروګرام د څار او تصدیق لپاره پرانیزي.
مسعود پزشکیان دغه څرګندونې له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې کړې دي چې د پنجشنبې په ماښام خپره شوه.
د یورانیمو د غني کولو کچه او د ایران د اټومي پروګرام د څار څرنګوالی د تهران او واشنګټن ترمنځ مهم اختلافي موضوعات دي. امریکا او متحدین یې اندېښمن دي چې له دې موادو څخه امکان لري د اټومي وسلو د جوړولو لپاره کار واخیستل شي.
د امریکا سفارت: سلګونه کیلوګرام مخدرو مواد چې سرچینه یې افغانستان وه پاکستان کې نیول شوي
په اسلاماباد کې د امریکا سفارت وايي چې پاکستاني چارواکو سره په همکارۍ یې د ۲۱ ملیونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۶۳ کیلوګرامه کرسټال مېتامفیتامین یا «شیشه» مخدر مواد کشف او ضبط کړي دي .
د امریکا سفارت د پنجشنبې په ورځ، پر خپله ایکس پاڼه وویل چې د دې محمولې اصلي سرچینه افغانستان وه او ټاکل شوې وه چې له پاکستان څخه سریلانکا ته ولېږدول شي.
د خبرپاڼې له مخې، د پاکستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د اګست له ۱۴مې تر ۲۹مې پورې د کراچۍ په بندر کې څو مشکوک کانټینرونه په نښه کړل او وپېژندل. دا عملیات د پاکستان او سریلانکا د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارو او په نوي ډیلي کې د امریکا د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د دفتر په همکارۍ ترسره شوي دي.
خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له افغانستان سره ددغو موادو تړاو رد کړ. هغه دجمعې په ورځ په خپله ایکسپاڼه وویل چې په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید، قاچاق او استعمال منع دي او دغه هېواد د مصنوعي نشهيي توکو د تولید ظرفیت نه لري.
بلخي غوښتنه کړې چې د یادې محمولې د اصلي سرچینې په اړه دې پلټنه و شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د ۲۰۲۵ کال راپور ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکیله او د تریاکو تولید کم شوي، خو افغانستان او سیمه کې د «شیشې» یا مصنوعي نشهيي توکو تولیداو کشف زیات شوی دی.
پاکستاني سرچینې په سرحدي سیمه کې د افغانستان له لوري د یو برید د شڼدولو ادعا کوي
د پاکستان امنیتي سرچینې وايي ددغه هیواد د «ګلستان» سرحدي سیمه کې یې د افغانستان له لوري یو برید شنډ کړی او په نښته کې د طالبانو څو غړي وژل شوي دي.
پاکستاني سرچینو د جمعې په ورځ، د میزان په درېیمه، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې نښته د «ګلستان» په سرحدي سیمه کې شوې دي.
خو د طالبانو یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وویل پاکستاني پوستو څو ډزې وکړي چې ورته ځواب وویل شو او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو ، افغان سیمهییزو رسنیو تېره شپه د طالبانو د سرچینو په حواله راپور ورکړ چې طالب ځواکونو په «سپین بولدک» کې د پاکستان پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د پنجشنبې په ورځ سهار وختي په افغانستان کې پر ۱۰ سیمو هوايي بریدونه وکړل او وویل چې پوځي اهداف یې په نښه کړي دي.
د طالبانو حکومت ویلي چې د دغو بریدونو له امله په کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد دغه بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې طالبان به ورته په «مناسب وخت» کې ځواب ورکړي.
پاکستاني ځواکونو د تیرې دوشنبې په ورځ هم ، پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه کړي وو.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي دغه زیاتوالی د څو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته رامنځته کېږي.
تېره اوونۍ د پاکستان په کوهاټ کې د پولیسو په یو مرکز برید کې لږ تر لږه ۳۱ کسان ووژل شول.
اسلاماباد تور لګوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو وسلهوالو ډلو ته پناه ورکړې چې په پاکستان کې بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه ده.
فرانسه سعودي عربستان ته ځواکونه او پوځي تجهیزات استوي
د فرانسې ولسمشر د سعودي عربستان د نفتي تاسیساتو د ساتنې لپاره دغه هیواد ته د ځواکونو او پوځي تجهیزاتو د استولو خبر ورکړ.
ایمانویل مکرون د پنجشنبې په ورځ ( تلې دویمه) په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل چې پاریس دیمن د حوثیانو له بریدونو وروسته د ینبع د ستراتیژیک بندر د ساتنې لپاره عربستان ته ، «تجهیزات او ځواکونه» استوي.
هغه وویل :«مونږ ددغو تاسیساتو د ساتنې لپاره ، د ځواکونو ، رادار او دفاعي وسایلو په شمول تجهیزات استوو».
د فرانسې ولسشمر دا هم وویل چې دغه اقدام په نښته کې د ښکیلتیا په معنا نه دی بلکه یوازې «ددغه ځای د ساتلو لپاره دی».
ینبع بندر کې د سعودي عربستان د تیلو سترې ذخیرې او تفصیه خونې دي او ددغه هیواد د « ختیځ – لویدیځ» د پایپ لاین یوه برخه ګڼل کیږي.
د څه دپاسه ۱۲۰۰ کیلومیترو په اوږدوالي دغه پایپ لاین د ورځې د ۷ ملیون بوشکه تیلو د لیږد ظرفیت لري.
د یاد پایپ لاین فعالیت وروسته لدې چې دتیرې وږي میاشتې په شلمه د عراق له خاورې د ډرون برید ورباندې وشو په احتیاطي اقدام کې وځنډول شو.
سرچینې: طالبانو د حامد کرزي کور ته د خلکو پر تګ راتګ محدودیت لګولی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دوو ورځو راهیسې کابل کې د هغه کور ته د کسانو په تګ راتګ محدودیت لګول شوی دی.
سرچینې چې نهغوښتل نومیې واخیستل شي زیاته کړه چې دغه محدودیت کندهار کې د طالبانو د مشرتابه لهخوا وروسته له دې لګول شوی دی چې څو اوونۍ مخکې یې له هغه د بیعت او د طالبانو د حکومتوالۍ د ستاینې غوښتنه کړې وه، خو حامد کرزي په ځواب کې ورته ویلي و ترڅو چې د نجونو په زدهکړو بندیز وي د حکومت ستاینه نهشي کولای.
د طالبانو حکومت په دې هکله د ازادي راډیو پوښتنو ته تر اوسه ځواب نهدی ویلي.
خو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خواله رسنیو کې فعال دی.
هغه د پنجشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه په افغانستان باندې د پاکستان د تېرې شپې بریدونه وغندل.
په کندهار، خوست او پکتیا باندې دغو هوايي بریدونو کې د طالبانو د حکومت په وینا لږ تر لږه ۴ تنه ولسي کسان وژل شوي.
خو اسلاماباد وايي پوځي اهدافیې په نښه کړي دي.
د عمران خان د پلویانو لاریون؛ اسلاماباد کې ۲۲ زره سرتېري ځای پر ځای شوي
پاکستاني چارواکو لسګونه زره امنیتي ځواکونه اسلاماباد کې ځای پر ځای کړي دي.
پاکستاني چارواکو د پنجشنبې په ورځ اسلاماباد ته د ننوتلو او وتلو مهمې لارې د کانټینرونو په وسیله وتړلې څو د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د لاریون چې پلان لري د یکشنبې په ورځیې ترسره کړي، مخه ونیسي.
پاکستاني چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د امنیت لپارهیې ۲۲ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي او له ګاونډي ایالت، خیبرپختونخوا سرهیې د تګ راتګ لارې هم تړلې دي.
خیبرپختونخوا کې د عمران خان ګوند واکمن دی.
د روانې اوونۍ په پیل کې د عمران خان د خویندو، علیمه خان، عظمیٰ خان او نورین نیازۍ، نیول کېدو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.
هغوی تورنې شوې دي چې "د ټولنیزو رسنیو له لارې یې پلویان هڅولي او د دولتي ادارو پر ضد یې پارونې کړې دي".
د پېښور عالي محکمې ۱۷ افغان ډاکترانو ته د تخصصي زدهکړو د دوام اجازه ورکړه
د پېښور عالي محکمې د ۱۷ افغان ډاکترانو د نیول کېدو یا له پاکستانه د ایستلو مخه ونیوله.
محکمې هغوی ته اجازه ورکړې چې خپلو تخصصي زدهکړو ته دوام ورکړي.
پاکستاني «ډان» ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ «د تلې په دوهمه» راپور ورکړ چې د قاضیانو، اعجاز انور او کامران حیات میانخېل په مشرۍ محکمې له فدرالي حکومت او د پاکستان له طبي شورا غوښتي چې د دغو ډاکترانو د عریضې په تړاو خپل ځوابونه وړاندې کړي.
دغو ډاکترانو د طبي شورا د هغه حکم پر ضد اعتراض کړی چې له مخې یې باید خپلې تخصصي دورې ودروي او پاکستان پرېږدي.
هغوی د خپلو ویزو د تمدید غوښتنه هم کړې ده.
د پاکستان طبي شورا د وږې په ۱۶مه د یوه لارښود په خپرولو سره په دې هېواد کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو د طبي زدهکړو دوام منع اعلان کړ.
د دې لارښود له خپرېدو وروسته، د پاکستان په څو ایالتونو کې محکمو د لارښود پلي کېدل په مؤقتي توګه ودرول او دغه پرېکړه له بېلابېلو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.
په کرونا له اخته کېدو وروسته اتلولي؛ جاپاني لامبوزن نړیوال ریکارډ مات کړ
د جاپان ۱۷ کلن لامبوزن، شین اوهاشي، د پنجشنبې په ورځ «د تلې په دوهمه»، د توکیو په اسیایي لوبو کې د نارینهوو د ۲۰۰ متره پروانې لامبو نړیوال ریکارډ مات کړ.
اوهاشي دغه واټن په ۲ دقیقو او ۴.۸۳ ثانیو کې وواهه او د چینايي لامبوزن، چین هاییانګ پخوانی نړیوال ریکارډ یې له نیمې ثانیې څخه په ډېر توپیر مات کړ.
اوهاشي د سیالیو له پیل څو ورځې وړاندې پر «کووېډ-۱۹» اخته شوی و او شاوخوا ۳۹ درجې تبهیې لرله.
هغه وویل، ناروغۍ اړ کړ چې څه موده بشپړ استراحت وکړي او د ده په باور، همدې استراحتیې د سیالیو لپاره په چمتووالي کې مرسته وکړه.
د فرانسې د خبري اژانس د راپور پر اساس، دا د توکیو په اسیایي لوبو کې د اوهاشي د سرو زرو دوهم مډال دی.
هغه تر دې مخکې د ۱۰۰ متره پروانې لامبو په سیالۍ کې هم د سرو زرو مډال ګټلی و او د جمعې په ورځ به د درېیم سرو زرو مډال د ګټلو لپاره په ۵۰ متره سیالۍ کې برخه واخلي.
اوهاشي وویل، راتلونکی هدفیې د راتلونکي کال په نړیوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټل او وروسته په المپیک کې اتلولي ده.
پروانه لامبو هغه ډول لامبو ده چې ورزشکار پهکې خپل دواړه لاسونه او پښې په یو وخت، د پروانې د حرکت په څېر، په اوبو کې خوځوي.
یوه څیړنه ښيۍ چې حکومتونه د ځمکې او سمندري اوبو د ساتنې په برخه کې پاتې راغلي
یوه نوې څیړنه ښيۍ چې حکومتونه د نړۍ د ۳۰سلنه ځمکې، اوبو او سمندري سیمو د ساتنې په برخه کې د ملګروملتونو له ټاکل شوو موخو لیرې پاتي دي.
د چاپیریال ساتنې د څو ادارو یوه څيړنه چې پرون چهارشنبې د (سپټمبر۲۳مه) خپره شوې په کې راغلي چې اوسمهال د نړۍ شل سلنه ځمکه او لس سلنه سمندري اوبه د حکومتونو تر رسمي ساتنې لاندې دي.
په ۲۰۲۲کال کې د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو د "حیاتي تنوع په نړیوال چوکاټ" کې هوکړه وکړه چې تر ۲۰۳۰کاله به د نړۍ ۳۰سلنه ځمکې او د سمندري اوبو د رسمي ساتنې لپاره کار وکړي.
دغه نوې څیړنه ښيي چې حکومتونو د دې ژمنې لس سلنه هم پوره کړې نه ده.
ملګروملتونو د حکومتونو لپاره د ځمکې او سمندري اوبو د ساتنې پلان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه رامنځته کړی دی.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان: موږ ترهګر نه یوو او د اټومي پروګرام له غني کیدو به په شا نه شو
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، "موږ ترهګر نه یوو او د اټومي پروګرام له غني کیدو به په شا نه شو".
پزشکیان پرون چهارشنبې د (سپټمبر۲۳مه) په واشنګټن کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په۸۱مه ناسته کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په غبرګون کې وویل،" د ټرمپ خبرې د زورواکۍ د خوی نښه ده او د زور منطق د ملګروملتونو د منشور خلاف دی".
د هغه په ټکو، د ایران حکومت خبرو اترو ته چمتو دی خو "د زور ژبه نه مني" او "یرغلګر به پېښمانه" کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ په همدې ناسته کې په خپلو خبرو کې ویلي و چې واشنګټن به اجازه ور نه کړي چې تهران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.
د ټرمپ په خبره، که ایران بیا دا هڅه وکړي بریدونه به پرې وکړي.
پرون چهارشنبې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ ناسته وه چې د نړۍ مشرانو او یو شمیر نورو لوړوپوړو چارواکو په کې ګډون کړی وو.
له ایران څخه ولسمشر پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دې ناسته کې ګډون کړی وو.