د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

ملي ارمان: ولې په شمال کې د ترهګرو مرکزونه نه ځپل کېږي؟


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د افغانستان د شمال په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنه پیل کړې ده.

ولې په شمال کې د ترهګرو مرکزونه نه ځپل کېږي؟

په سرمقاله کې راغلي، ویل کېږي چې د میرزا اولنګ دره بېرته افغان ځواکونو نیولې او ترهګر ورنه په شا شوي دي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، باید د ترهګرو مرکزونه چې په امنو سیمو بدل شوي وځپل شي، که نه نو د ده په باور که میرزا اولنګ د ترهګرو له شتون پاک هم شي، د فاریاب او په ټوله کې د شمال ستونزه نه حل کېږي.

امنیتي ځواکونه باید د میرزا اولنګ تر ازادولو وروسته هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي او پټن ځایونه یې له منځه یوسي، ځکه که داسې ونه شي په شمال کې به ترهګرو ګواښونه دغه شان دوام وکړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې لیکلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو کې د ترهګرو د حملو شدت د دې ښکارندويي کوي چې د دولت وسله وال مخالفین د بهرنیو استخباراتو سره په همکارۍ هڅه کوي چې د ځینو ولایتونو او ولسوالیو په نیولو سره خپل ځان پیاوړی وښيي.

په سرمقاله کې راغلي دا په داسې حال کې ده چې د امریکا فشارونه پر پاکستان زیات شوي او هغه هېواد له ترهګرو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه د نړیوالو تر شدید فشار لاندې دی.

د سرمقاله لیکونکي پا باور، نو ځکه پاکستان هڅه کوي په دې توګه افغان حکومت کمزوری کړي او دا وښيي چې حکومت د خلکو له ملاتړ برخمن نه دی.

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان ځواکونو ميرزا اولنګ سیمه له طالبانو بېرته ونیوله خو ها خوا غورماچ د درېیم ځل لپاره د وسله والو مخالفینو لاس ته ولوېده.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، په ځینو ولسوالیو کې فتح او سقوط په یو دوامدار او سریال ډول کار بدل شوی دی.

په سر مقاله کې راغلي، طالبان پوهېږي چې یو سیمه تر ډېره نه شي ساتلی خو په نیولو سره یې دولتي او نا دولتي تاسیساتو ته زیان رسوي او ناورین رامنځته کوي.

د سرمقالې لیکوال تر ډېره په دې برخه کې انتقاد په امنیتي مدیریت کړی او هیله یې ښودلې چې په راتلونکې کې دا اساسي ستونزه هواره شي.

XS
SM
MD
LG