د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

په ننګرهار کې د هوايي حملې په اړه د نیویارک ټایمز تبصره


وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د افغانستان په اړه د امریکايي سناتور جان مککېن د وړانديز کړي ستراتيژۍ په اړه ليکلي دي.

د ورځپاڼې په وينا، د امريکا د سنا د نظامي خدماتو کمېټې د مشر ښاغلي مککېن له خوا وړانديز شوې ستراتيژي نه یوازې د سخت دريځو د ځپلو لپاره امریکايي قوماندانانو ته زیات اختيارات ورکوي بلکې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر زياتول هم غواړي.

والسټریټ ژورنال د سناتور جان مککېن د هغې اعلاميې يوه برخه خپره کړې چې وايي، شا او خوا اووه مياشتې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر ټاکل شوی دی، خو تر اوسه د افغانستان د وضعيت په اړه هيڅ ستراتيژي نه لري.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جون مياشت کې افغانستان ته د نويو سرتېرو د لېږلو اجازه د پنټاګون چارواکو ته ورکړه خو د والسټريټ ژورنال ورځپاڼې په وينا، پنټاګون تر اوسه د افغانستان په اړه د نوي ستراتيژۍ په جوړولو کې نه دی بريالی شوی.

خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په نيوجرسي کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل، افغانستان ته د نويو سرتېرو د لېږلو پرېکړه نهايي کېدو ته نيږدې شوې ده.

ډونالډ ټرمپ ويلي چې افغانستان ته د نویو ځواکونو لېږل يوه لويه پرېکړه ده ځکه په دې هېواد کې اوس هم د امریکا تر ټولو اوږده جګړه روانه ده.

والسټريټ ژورنال ليکلي، د ښاغلي مککين له خوا وړانديز شوې ستراتيژي له مجوزې دفاعي لايحې سره وصل شوې ده او ټاکل شوې ده په سپتمبر مياشت کې د امریکا د سنا غونډه جوړه شي او په دې اړه پکښي خبرې وشي.

د ورځپاڼې په وینا، د ټرمپ په اداره کې د سپينې ماڼۍ رسمي ستراتيژي له ځنډ سره مخامخ شوې ده.

نیویارک ټایمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په ننګرهار ولایت کې د امريکا د هوايي حملو په اړه لیکلي چې د ورځپاڼې په وينا پکښي شپاړس ملکيان وژل شوي دي.

نیویارک ټايمز د هسکې مينې د ولسوال حاجي سازولي له قوله ليکلي، د دې پېښې په قربانيانو کې کوچنيان او ښځې هم شامل دي.

ورځپاڼه لیکي، د امریکا جنګي الوتکو هغه مهال ملکيان په نخښه کړل چې فکر يې کاوه د داعش جنګيالي ولي.

دا پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې د ملکيانو موټر د داعش تر کنترول لاندي يوې سیمې څخه د تيښتې په حال کې وو.

نيويارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وياند ويلي چې پنټاګون د دې پيښې خبر لري خو جزیيات يې نه دي ورکړي.

هسکه مېنه ولسوالي چې د ده بالا ولسوالي په نوم هم يادېږي، د پاکستان سره پر پوله پرته ده او د اچين ولسوالي څنګ ته پرته ده چې هغه ولسوالي د داعش عمده مرکز بلل کېږي.

نيویارک تایمز ليکلي، امريکا نه يوازي د داعش د ځپلو په مقصد په افغانستان کې ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي بلکې د دې ډلې پر وړاندي يې هوايي حملې کړي دي.

امریکا ویلي چې په افغانستان کې يې د داعش ډلې له مشرانو څخه لسګونه کسان له منځه وړي دي.

XS
SM
MD
LG