د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۵

ګال: د طالبانو مشر تر وژل کېدو مخکې له پاکستان څخه وېرېده


نیویارک ټایمز په یو تازه راپور کې د طالبانو د وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د ژوند وروستۍ شیبې انځور کړي.

دا راپور چې د کارلوټا ګال په نوم خبریالې او لیکوالې لیکلی سرلیک یې دی«د طالبانو مشر تر وژل کېدو مخکې له پاکستان څخه وېرېده»

لیکواله وايي، څو ساعته مخکې له هغې چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې ووژل شي نوموړی پوهېده چې یو څه وران دي.

راپور وايي، ملا اختر محمد منصور چې ایران ته د یو پټ سفر څخه پاکستان ته ستنېدو، د پاکستان د جنوب لوېدیځ د یوې لېرې پرتې سیمې څخه یې خپل ورور او خپلوانو ته ټلیفون وکړ څو هغوی خپل مرګ ته چمتو کړي.

د ملا منصور یو نژدي کس او د طالبانو یو پخواني قوماندان د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، هغه پوهېده چې یو څه پېښېږي له همدې کبله هغه د خپلې کورنۍ غړو ته وویل چې څه وکړي او یو موټي دې پاتې شي.

نیویارک ټایمز ته دا خبرې د طالبانو یو داسې پخواني قوماندان د نوم او ځای د نه ښودلو په شرط کړي چې اوس له دې ډلې جلا شوی دی.

نیویارک ټایمز وايي، د ملا اختر محمد منصور د وروستیو ساعتونو په اړه د دې طالب قوماندان څرګندونې ښيي چې منصور په وروستیو کې د خپلو پاکستاني ملاتړو سره په یو خطرناک اختلاف کې لوېدلی و.

ورځپاڼه وايي، د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ولسمشر یو سلاکار حاجي اغا لالي هم په مرکو کې د دې طالب قوماندان خبرې تائید کړي.

په داسې حال کې چې د اختر محمد منصور له مرګ څخه تر یو کال زیات وخت تېر شوی، نیویارک ټایمز د افغانستان د جګړې په دواړو خواوو کې د افغانانو او یو شمېر لوېدیځو امنیتي څېړونکو له خولې وايي چې پاکستان د ملا اختر محمد منصور وژنه پلان کړې وه څو یو داسې طالب مشر له منځه یوسي چې نور دوی ته د باور وړ نه و.

هغه پخواني طالب قوماندان چې نیویارک ټایمز سره یې خبري کړي وايي، پاکستان ډېرې غټې غوښتنې کولې خو ملا منصور ورته ویل چې ما تاسو د هر څه په ترسره کولو نه شئ مجبورولی.

دې طالب قوماندان زیاته کړې، په دې خبره چې د ملا منصور په وژنه کې د پاکستان لاس و، په سلو کې نوي طالبان پوهېږي، خو دوی د پاکستان له ویرې په دې اړه څه نه وايي.

ورځپاڼې د افغان حکومتي او طالب سرچینو له قوله هغه راپورونه هم یاد کړي چې وايي، ملا منصور د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو و او په دې برخه کې یې له خپلو همکارانو سلا مشورې غوښتي وې.

واشنګټن پوسټ:

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې پر ناکامۍ لیکنه کړې او وايي، په تیوره کې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي داده چې یوه داسې افغان اردو وروزي چې وکولای شي د طالبانو، القاعده او داعش په وړاندې مبارزه وکړي.

خو تر شپاړس کلونو وروسته دا ډېره د حیرانتیا وړ نه ده چې ډېر خلک فکر وکړي چې دا ستراتیژي ناکامه ده.

په حقیقت دا ستراتیژي هیڅ تجربه شوې نه ده.

واشنګټن پوسټ زیاتوي، د جورج بش ادارې فکر نه کاوه چې داسې یو ځواک ته دې اړتیا وي.

د اوباما ادارې نه یوازې دا چې خپله جوړه کړې ستراتیژي عملي نه کړه، بلکې په ډېره سختۍ یې هغه منابع برابرولې چې د بشپړې ناکامۍ مخه ونیسي.

او د ټرمپ ادارې هم دغه ناکافي منابع زیاتې نه کړې.

ورځپاڼه وايي، د داسې افغان امنیتي ځواکونو د یو تشکیل جوړولو کړنلاره چې په بریالیتوب سره د طالبانو په وړاندې ودرېږي شپږ کاله مخکې پیل شوه، خو څلور کاله لا نه و تیر چې د امریکا په ستراتیژۍ کې د بدلون له کبله دا بهیر ودریده چې دا د یو نوي پوځ د جوړولو لپاره کافي وخت نه دی.

XS
SM
MD
LG