د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

د مانچسټر یونایټد او ریال مادرید فوټبال ټیمونه نن لوبه کوي


تمه ده نن د مانچسټر یونایټد او ریال مادرید د فوټبال ټیمونه د مسیدونیا په پلازمېنې سکوپیې کې د سوپر کپ لوبه وکړي.

د مسیدونیا چارواکي وايي، شااوخوا دوه زره پولیس مؤظف کړای شوي څو د فلیپ دوه ارینا د فوټبال سټډیوم شااوخوا ته امنیت ونیسي.

لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي چې پولیسو د تودوخي د لوړېدو په خاطر د عامه روغتیا خبرداری هم خلکو ته ورکړی دی او د ورځې په نیمايي کې یې له کورونو د نه‌وتلو ټینګار کړی دی.

په مسیدونیا کې دا لوبه داسې حال ترسره کېږي چې د هېواد نیمايي برخه د ځنګلونو د اور په خاطر په بېړني حالت کې ده.

د ریال مادرید روزونکي زین‌الدین زیدان ویلي ستوری لوبغاړی کریستیانو رونالډو هم نن شپه لوبېږي.

کریستیانو رونالډو له مالیاتو د تېښتې په سبب په هسپانیې کې تر پوښتنو لاندې و.

د سوپر کپ لوبونکي د اتلانو لیګ او اروپايي لیګ ګټونکي دي.

دوی نن شپه په محلي وخت په پنځلس کمې لس بجې سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG