د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

حسرت: د جاني خېلو جګړه کې له٢٠ زيات پاکستاني جنګيالي هم وژلي شوي


د پکتيا ولايتي اداره ادعا کوي چې پاکستان له درېيو کلونو هڅه کړې، د ډيورند کرښې دې غاړې ته خپل جنګيالي ځاى پر ځاى کړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د ولايت مقاماتو ته وويل، په جاني خېلو ولسوالۍ کې د تېرو دوو اوونيو په لړ کې تر ١٧٠ زيات دولت-ضد وسله وال وژل شوي چې تر ٢٠ زيات پاکستاني جنګيالي هم په کې شامل دي.

د والي وياند عبدالله حسرت پرون ازادي راډيو ته وويل، د جاني خېلو هغه سيمې چې افغان قواوو ورڅخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي په هدف تکتيکي شاتګ کړى و، بېرته نيول شوي دي.

صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې ورڅخه پوښتنه وکړه: د وژل شويو پاکستاني جنګياليو هويت دوى څنګه تثبيت کړ؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG