د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

دفاع وزارت څومره د سیګار له وروستي راپور سره څومره موافق دی؟


په یوه نوي راپور کې راغلي چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د افغان امنيتي ځواکونو تر دوه زره او پنځه سوه زيات سرتيري وژل شوي دي.

دغه راپور د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امریکا د سرپلټونکي ادارې يا سیګار له خوا خپور شوی دی.

د راپور له مخې، تر ۴۲۰۰ زيات نور سرتېري په همدې موده کې ټپيان شوي دي.

د سيګار په راپور کې راغلي چې دا ارقام د افغان امنيتي ځواکونو د تېرکال د تلفاتو شمېر ته ورته دي.

په کندهار ولايت کې د ملي اردو پر پوسته د طالبانو په حمله کې ۲۶ سرتيري ووژل شول.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، امریکايي افسران وايي، هغه سرتيري چې د پوستو دفاع کوي، لس چنده زيات تلفات لري کله چې د تهاجمي حملو پر مهال يې لري.

ملالۍ بشير د دفاع وزارت له وياند دولت وزيري سره خبرې کړي او پوښتنه يې کړې چې له دې راپور سره څومره موافق دی؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG