افغانستان
دفاع وزارت: جانيخېلو کې پولیس د ولسوالۍ له مرکزه په شا شوي
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، د پکتیا په جانيخېلو ولسوالۍ کې پولیس د ولسوالۍ له مرکزه په شا شوي خو په همدې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو سره یوځای شوي او ولسوالۍ په بشپړه توګه د وسلهوالو طالبانو لاس ته نهده لویدلې.
د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل چې ډېر ژر به د ولسوالۍ مرکز چې پولیس ترې په شا شوي بېرته له وسلهوالو طالبانو ونیسي.
بل پلو ته پرون سې شنبه مازیګر په ارګ د ولسمشر غني په مشرۍ د امنیتي او دفاعي ادارو د مشرانو په غونډه کې د هغو درې ولسوالیو په وضیعت بحث وشو چې په وروستیو څو ورځو کې وسلهوالو طالبانو نیولي دي.
له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په غونډه کې د غور ولایت په تیوره، د فاریاب ولایت په کوهستاناتو او د پکتیا ولایت په جانيخېلو کې وروستي انکشافات وڅېړل شول امنیتي ادارو ته له لاسه د وتلو سیمو د نیولو لپاره لارښونې وشوې.
د ولسمشر د ویاند له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې همدا راز ویل شوي چې په دې ولسوالیو کې د وسلهوالو د ځپلو لپاره هوايي بریدونه اغېزناک وو او په کې بریدګرو ته درانه تلفات اوښتي.
- پخواني معلومات
افغان چارواکي که څه هم د پکتیا د جانيخېلو ولسوالۍ د سقوط خبره نهتائیدوي، خو د سیمې اوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دغه ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو نیولې ده.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی که څه هم ازادي راډیو ته په سیمه کې د روانې جګړې خبره تائید کړه، خو دا چې ولسوالۍ وسلهوالو طالبانو نیولې، څه ونهویل.
د پکتیا د ولایتي شورا رئیس سردار خان ملنګزوی د جرمني «ډي. پي. اې» خبري اژانس ته وویل چې د جانيخېلو ولسوالۍ نن سهار وختې وسلهوالو طالبانو ونیوله.
تر اوسه په جګړو کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ویل شوي، خو که چارواکي د دې ولسوالۍ د سقوط خبره تائید کړي دا به درېیمه ولسوالۍ وي چې په دوه درې ورځو کې د وسلهوالو طالبانو لاس ته لوېږي.
تر دې مخکې طالبانو د غور تیوره او د فاریاب کوهستان ولسوالۍ نیولې وې.
- پخواني معلومات
د پکتیا چارواکي وايي په جانيخېلو ولسوالۍ کې د تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.
د پکتیا امنیه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني وايي چې ولسوالۍ سقوط نهدی کړی او جګړه شدیده ده.
د سیمې اوسېدونکو ازادي رادیو ته وویل چې د جګړې په پایله کې وسلهوالو طالبانو په جګو نقطو کې د افغان ځواکونو پوستې نیولې دي او له هغه وروستهیې ولسوالۍ او قوماندانۍ نیولې دي او زیاتوي چې د ولسوالۍ ښار تعمیرات او دولتي ځایونه او ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو په لاس کې دي.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې ولسوالۍ کې یې لسګونه پولیس وژلي او زخمي کړي دي.
ده دا هم وویل چې ګڼ مهمات د دوی لاسته ورغلي او دوه طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي.
نور جزیات وروسته ...
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سبا ماښام د هند او افغانستان دویمه شل اووریزه لوبه کېږي
د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به سه شنبه ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.
افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته ومنله.
دا لوبه چې په نوې ډهلي کې وشوه افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو دفاع یې ونه کړای شوه او هند په ۱۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېد.
د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې خو نور اکثر لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول.
د هند پیلیز لوبغاړي ابیشک شرما بیا په ۳۲ توپونو ۸۲ چټکې منډې وکړې.
د ایران د نوي تعلیمي کال په درشل کې د افغان کډوالو ماشومانو ستونزې
په ایران کې د نوي تعلیمي کال د پيل په درشل کې د افغان ماشومانو د نوملیکنې په پروسو کې پیچلتیا افغان کډوال اندېښمن کړي.
د ایران نوی ښوونیز کال څه باندې یوه اوونۍ وروسته د تلې/میزان په لومړۍ پیلېږي.
د راپورونو له مخې د ایران اکثر ښوونځي د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې له معتبر معرفيلیک پرته د افغان ماشومانو نوملیکنه نه کوي.
په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د راپور له مخې تېر کال لږ تر لږه څلور لکه افغان او عراقي ماشومان هلته په ابتدایه او متوسطه ښوونځیو کې شامل شوي و.
ایران لا هم د څه باندې څلورو میلیونو افغانانو کوربه دی چې نږدې یو نیم میلیون یې اسناد نه لري.
اخوا د ځینو راپورونو له مخې چې ایراني چارواکو یې د څېړلو خبر هم ورکړی د ایران ځینو ښوونځیو د مرستې او د لګښتونو په نوم له کډوالو ماشومانو د لسو میلیونو تومانو غوښتنه کړې ده.
داوود سرخوش وایي په سرطان اخته و خو اوس ښه شوی
افغان وتلی سندرغاړی داوود سرخوش وایي چې په سرطان ناروغۍ اخته و او اوس بېرته ښه شوی دی.
ښاغلي سرخوش په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په شپه خپره شوې ویلي چې تر شاوخوا دوو کلونو سختو درملنو وروسته اوس ښه شوی او غواړي خپل هنري فعالیتونه بېرته پیل کړي.
داوود سرخوش چې له کلونو په اروپا کې اوسیږي په بیلابیلو هېوادونو کې لسګونه کنسرټونه اجرا کړي.
ده په ۱۹۹۸ کال کې د «سرزمین من» سندرې سره چې د ده د لومړي البوم وه د لکونو افغانانو په منځ کې خاص شهرت پيدا کړ.
ایران کې څلور افغان کډوال مړه او ۵ نور سخت ژوبل شوي
په ایران کې د یوې مرګوني ټرافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه څلور افغانان وژل شوي او پنځه نور سخت ژوبل دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې شنبه ناوخته د یاسوج – اصفهان په لویه لار یو وړوکی مسافروړونکی موټر له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.
د راپور په اساس څلورو افغانانو د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او پنځه نور ژوبل دي چې د دوو وضعیت ښه نه دی.
چارواکو ویلي چې د انسانانو قاچاقبران اکثر په بېړه او بې احتیاطۍ له خطرناکو لارو تګ راتګ کوي چې داسې مرګونې پېښې رامنځته کېږي.
اروپايي ټولنه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زدهکړو بې برخې دي
د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګه وايي، په افغانستان کې د ښوونځي د عمر شاوخوا نیمايي ماشومان له زدهکړو بې برخې دي او شمېر یې میلیونونو ته رسېږي.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ، (د سنبلې په ۲۲مه) په ایکسپاڼه کې په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي، په دغو ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون نجونې دي چې د طالبانو حکومت د نجونو پر زدهکړو د لګېدلو محدودیتونو له امله ښوونځیو ته له تلو بې برخې شوې دي.
د اروپايي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو څانګې زیاته کړې چې ګڼ شمېر نور ماشومان هم د ښوونځیو د لارو د اوږدوالي، د ترانسپورتي او مواصلاتي لارو د نامناسب وضعیت او سختو هوايي شرایطو له امله له زده کړو بې برخې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) هم څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د محدودیتونو له امله په تېرو پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د زدهکړو له دوام څخه بې برخې شوې دي.
په درېیو میاشتو کې نژدې ۱۸۰ زره افغانان د نري رنځ لپاره معاینه شوي
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او جون ترمنځ په افغانستان کې ۱۷۹ زره او ۸۴۵ کسان د نري رنځ یا توبرکلوز لپاره معاینه شوي دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په یوه خبرپاڼه کې، چې نن (یکشنبه) یې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې ده، ویلي، دا کسان د نړیوال صندوق په ملاتړ د نري رنځ د مخنیوي پروګرام له لارې معاینه شوي او د شکمنو ناروغانو لپاره د ناروغۍ د موندنې، لابراتواري ازموینو او درملنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، دغه پروګرام په ځانګړي ډول له هغو زیانګالو خلکو سره مرسته کوي چې د بېوزلۍ، بېځایه کېدو او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، نری رنځ په افغانستان کې یوه له جدي روغتیايي ستونزو څخه ده او د دې ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د هغې د خپرېدو او مړینې د مخنیوي لپاره مهمه ده.
اروپايي ټولنې او فاو د افغانستان د کرنې لپاره ۵ میلیون یورو ځانګړي کړل
اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان «FAO» په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د کرنې د مقاومت د پیاوړتیا لپاره د ۵ میلیون یورو په ارزښت ګډه پروژه پیل کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي پلاوي دفتر نن (یکشنبه) په خپله ویبپاڼه کې لیکلي، د دې پروژې له لارې به له بزګرانو او کرنیزو سوداګریزو بنسټونو سره د بازار موندنې، کرنیزو خدمتونو او نوې ټکنالوژۍ په برخو کې مرسته وشي.
په پروژه کې د شاوخوا ۲ زره هکټاره ځنګلونو او څړځایونو بیارغونه او د ښځو او سیمهییزو ټولنو په مشرۍ د ۲۵۰ نیالګیو د روزنځایونو ملاتړ هم شامل دی.
د اروپايي ټولنې او FAO په وینا، د دې نوښت موخه د افغان بزګرانو د عاید زیاتول، د کلیوالو خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د افغانستان د کرنیز سکتور د مقاومت پیاوړی کول دي.
افغانستان له هند سره د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي
د افغانستان او هند د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزې لوبو لړۍ د یکشنبې په ورځ د وږي په ۲۲ په نوي ډیلي کې پیلیږي.
د افغانستان په کوربه توب د دې لړۍ لومړۍ لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۶ نیمې بجې د نوي ډیلي په راون جیټلي لوبغالي کې پیلیږي.
دواړو لوبډلو ویلي چې دغو لوبو ته یې ښه تیاری نیولی دی. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د لومړنۍ لوبې نندارې ته به له ۲۵ زره تر ۳۵ زره پورې کسان ورشي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ د روانې سپټمبرمیاشتې په ۱۵ او ۱۷مه ترسره کېږي.
افغانستان به له دې سیالیو وروسته له بنګله دېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په درې فارمټونو کې څو مسابقې وکړي.
یان ایګلنډ: نړیوال دې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې حضور پیاوړی کړي
د ناروې د کډوالو شورا ریس یان ایګلنډ له اروپايي، د شمالي امریکا او نورو هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او له طالب چارواکو سره تعامل وکړي. ایګلنډ د شنبې په ورځ د وږي په ۲۱ په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې له طالبانو سره تعامل د هغوی د حکومت د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دی، بلکې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د غوښتنې او له هغوی سره د مرستو لپاره اړین دی. د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته د لویدیځ اکثرو هیوادونو چې د پخواني حکومت د سیاسي او پوځي ملاتړلپاره یې په دې هیواد کې پراخ حضوردرلود، خپل سفارتونه تړلي خو د ملګروملتونو د مرستندویه ادارو له لارې یې د دې هیواد له خلکو سره د مرستو لړۍ جاري ساتلې ده. خو ایګلنډ وویل، بشري مرستندویه ادارې په افغانستان کې د بشرپالنې خدمتونو په لومړۍ کرښه کې دي او ځانونه "په بشپړه توګه یوازې" احساسوي.
د بښنې نړیوال سازمان، له پاکستاني چارواکو په هغه هیواد کې د رسنیو د دوو بې درکه شویو افغان فعالانو په اړه د څیړنې غوښتنه کړې
د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل د پاکستان له چارواکو غوښتنه کړې چې د هغو دوو افغان رسنیزو فعالانو په اړه سمدستي څیړنه وکړي چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په هغه هیواد کې بې درکه شوي دي. د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې د جمعې ناوخته په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې افغان خبریال سید قاسم هاشمي او عکاس او فلم جوړونکی حامد احساس چې پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته پاکستان ته تښتیدلي وو، د جولای له ۴ له اسلام آباده بې درکه شوي دي. د امنیستي انټرنشنل په وینا له هغې راهیسې یې کورنۍ ندي توانیدلي چې ورسره اړیکه ټینګه کړي او د پولیسو چارواکو هم له دې ډډه کړې چې د هغوی د بې درکه کیدو دوسیه ثبت کړي. د بشري حقونو دې ډلې اندیښنه څرګنده کړې چې ښایي هغوی د جبري ورکیدنې یا خپل سرې توقیف ښکارشوي وي. د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې پاکستاني چارواکي باید سمدستي دغه قضیه وڅیړي، د هغوی برخلیک او ځای معلوم کړي او د کورنیو پوښتنو ته یې ځواب ووایي.