د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې سبا د دوشنبې په ورځ سهار خپله پنځمه لوبه له سنګاپور سره لري.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغان کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې تر دې مهاله څلور لوبې کړي چی په ټولو سیالیو کې په ستر توپیر خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې دي.
هوتک وايي، دغه لوبې د نړیوال جام د غوراوي په هدف پیل شوې چی د جولای تر ۲۶ مې به دوام
وکړي او یوازې یوه لوبډله به نړیوال جام ته لار پیدا کړي.