د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

سرخط: دا بمبارۍ نور له زغمه وځي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په هلمند کې د امریکايي ځواکونو له خوا پر افغان پولیسو د بمبارۍ په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي، په هلمند کې امریکايي ځواکونو یو ځل بیا پر افغان پولیسو هوايي برید کړی دی.

پېښه په ګرشک کې شوې چې ۱۶ کسان په کې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

په مطلب کې راغلي چې پېښه افغان او امریکايي چارواکو دواړوه تېروتنه ګنلي خو د سیمې خلکو ویلي چې بمباري قصدي وه.

د سرمقالې لیکوال له دې امله پر حکومت تند انتقاد کړی او ویلي چې حکومت په دې برخه کې پړ دی، ځکه د ده په باور نه د خپلو امنیتي ځواکونو د خوندیتوب لپاره کارنده تګلارې لري او نه یې هم د وژنکو په وړاندې غبرګون ښيي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په دې اړه لیکلي، د هلمند د برید په اړه څېړنې کېږي.

په دغه لنډ مطلب کې راغلي چې په افغانستان کې د ناټو یو قوماندان د دغې پېښې په اړه خواشینې څرګنده کړې ویلي چې تر بمبارۍ نیم ساعت مخکې سیمه له طالبانو سره وه.

په مطالب کې د ژول شویو شمېر هم د مسیر ورځپاڼې د ورکړل شویو ارقامو خلاف ۱۶ نه ۱۸ کسه ښودل شوی دی.

سرخط:

سرخط خپلوکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، دا بمبارۍ نور له زغمه وځي.

سرخط بیا د وژل شویو پولیسو شمېر ۱۵ کسه ښودلی دی.

په ورځپاڼه کې له دې امله پر حکومت انتقاد شوی چې د خواشینۍ یو پیغام یې هم خپور نه کړ.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، دا عادي خلک نه ول او په یو وار د نظام ۱۵ ستنې چپه شوې.

د ده په باور په ورستیو کې د بهرنیانو هره بمباري د نظام پر ستنو شوې ده او هر وار نظام د نړلېدلي ګړنګ غاړې ته ورښیوي.

په سرمقاله کې دا راغلي چې نور د زغم کاسه ډکه شوې، حکومت دې خپل اړخ معلوم کړي، یاد دې دغه ړندې بمبارۍ بیخي بندې کړي او یا دې ومني چې له بهرنیانو سره د ولس په وژلو کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG