افغانستان
خوستوالو د افغان حکومت د اوبو د مدیریت کولو له برنامې ملاتړ وکړ
د سې شنبې په ورځ د خوست قومي مخورو او مدني فعالانو د یوې غونډې له لارې د افغانستان د اوبو او نورو طبیعي سرچینو د مدیریت کولو په اړه د افغان حکومت د پالېسیو او هڅو ملاتړ وکړ.
دوی د ایران د ولسمشر حسن روحاني د وروستو څرګندونو غندنه وکړه چې ویلي يې و، ایران په افغانستان کې د کمال خان، سلما او کجکي بندونو د جوړولو په اړه بېتفاوته نهشي پاتې کېدای.
د ناستې ویناوالو ویل د افغانانو لهخوا د خپلو طبیعي سرچینو څخه ګټه اخیستنه او پر هغو د زیربنايي پروژو پلي کېدل د دوی حق دی او پردي پهکې د مداخلې حق نهلري.
د غونډې یو تن ګډونوال دیني عالم مولوي محمد عارف عرفان او حاجي منډاییر د سیمې پر هېوادونو په ځانګړي ډول د افغانستان پر ګاونډیانو غږ وکړ چې د افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو کې دې له هر ډول مداخلو لاس واخلي.
دوی وویل:
"د نړۍ په ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو باندې غږ کوم چې د افغانستان ټولې طبعي شتمنۍ د افغانانو حق دی، هېڅچا ته اجازه نهورکوو چې د افغانستان په کورنیو چارو کې یا د افغانستان د طبیعي زېرمو د مدیریت په مسایلو کې مداخله وکړي، هېڅڅوک حق نهلري چې د افغانستان په قلمرو کې، د دولت په درې ګونو قواوو کې، په تشکیلاتو کې او د افغانستان په ملي او سیاسي هدفونو کې لاسوهنه وکړي."
"زموږ افغانستان خپلواک او مستقل هېواد دی، که له موږه څوک دا هیله لري چې تاسو بندونه مهجوړوئ، نور کارونه مهکوئ، پرمختګ مهکوئ دا موږ ته په هېڅ ډول د منلو وړ نهده، دا خلک که نهوي یا سبا دا به راپورته کېږي او موږ به خپل هېواد په خپله جوړوو."
ویل کېږي په افغانستان کې د طبیعي سرچینو د مدیریت کولو د مسئلې د راپورته کېدو سره په څنګ کې، په دې وروستیو کې د افغان حکومت پر ضد یو شمېر سیاسي ائتلافونه او حرکتونه د داسو شخصیتونو او ګوندونو لهخوا جوړ شوي او یا د جوړېدو په حال کې دي چې هغوی عملاً د موجوده حکومت یوه برخه دي او مهمې سیاسي څوکۍ لري.
یو شمېر کتونکي وايي د دې حرکتونو څخه د ځینو په جوړښت کې يې بهرني لاسونه موجود دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کندهار کې د پاکستان هوايي بریدونه؛ ادعاوې شوي چې د ملا هیبت الله اړوند ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځول شوې
د شنبې شپې ناوخته په کندهار ښار باندې د پاکستان د هوايي بریدونو خبر ورکړل شوی دی.
ځینو رسنیو د طالب چارواکو په حواله تایید کړې چې په کندهار کې په دیارلسمه ناحیه بریدونه شوي خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
اخوا بیا د پاکستان حکومت پلوه ځینو ټولنیزو پاڼو ادعاوې کړي چې په کندهار کې د استخباراتو ریاست او د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند د ځانګړو ځواکونو قطعه هدف ګرځېدلې.
دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې د طالبانو دفاع وزارت د پاکستان دننه په راولپنډۍ، اسلام اباد، کوهاټ او کویټه کې ځینې مراکز د ډرون بریدونو هدف وګرځول.
طالبانو هغه بریدونه په کابل، پکتیا، پکتیکا او کندهار د پاکستان د جمعې شپې د بریدونو په غبرګون کړي وو.
هند پر افغان خاوره د پاکستان بمباري غندلې
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بریدونه چې د ګڼو ملکیانو د وژنې او د ملکي تاسیساتو د ویجاړېدو سبب شوي غندي.
دغه وزارت د ویاند رندیر جیسوال په حواله په یوه بیان کې د شنبې ناوخته لیکلي: «دا د پاکستانۍ ادارې یو بل یرغلیز عمل دی چې لا هم د یوه خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني پالي.»
په دغه بیان کې هند ټينګار کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.
د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې د جمعې په شپه هوايي بریدونه کړي.
د راپورونو له مخې ګڼو افغان ملکیانو ته په دغو بریدونو کې مرګژوبله اوښتې.
ځینې هستوګن کورونه او ملکي تاسیسات ویجاړ او کندهار هوايي ډګر ته څېرمه د کام ایر د ملکي هوايي شرکت د تېلو ډیپوګانې سوځېدلي چې شاوخوا شپږ سوه ټنه تېل پکې له منځه تللي.
پاکستان بیا ادعا کړې چې په افغانستان کې یې په بریدونو سره د افغان طالبانو مهم مراکز او د ټي ټي پي روزنیز کمپونه هدف ګرځولي.
د رسنیو ملاتړي: پاکستان دې د افغان خبریالانو نیول او ځورول ودروي
د رسنیو د ملاتړ دریو سازمانونو د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ته یو ګډ لیک لیکلی او له هغه یې غوښتي چې د افغان خبریالانو اخراج ودروي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې، د خبریالانو د خوند کمیټې او د مطبوعاتو د ازادۍ بنسټ په لیک کې ویل شوي چې د فبروري له ۲۷مې راهیسې پر افغان خبریالانو فشار زیات شوی دی.
سازمانونو له پاکستان څخه وغوښتل چې ټول هغه خبریالان خوشې کړي چې یوازې د افغان کډوالۍ حیثیت یا تابعیت له امله نیول شوي دي.
دوی هغه خبریالان دي چې دریمو هېوادونو ته د تګ په نیت پاکستان کې دیره دي.
نړیوالو سازمانونو دا هم وویل چې دوی چمتو دي چې د رغنده حل لارو موندلو لپاره له پاکستاني چارواکو سره کار وکړي.
پداسې حال کې چې د پاکستان حکومت تر اوسه په رسمي ډول لیک ته ځواب نه دی ویلی، په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله قزاقستان ته روانه شوه
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه نن قزاقستان ته روانه شوه.
په دوی کې ۱۲ چاپ اندازان او ۳ د مدیره پلاوي غړي شامل دي.
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ویلي چې دغه لوبې د نړۍ د ۹ لوبډلو په ګډون د مارچ له پنځلسمې تر یوویشتمې پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره کیږي.
دغه لوبو کې نورې لوبډلې د چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې هېوادونو دي.
د افغانستان او پاکستان د بریدونو دوام، زرداري وایي، طالبان له ( سرې کرښې) اوښتي
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، د طالبانو حکومت پر دوی " د سطحي ډرونونو" په برید سره " له سرې کرښې تېر شوی دی".
فرانس پریس نن شنبه د زرداري په حواله دغه خبره کړې او ویل شوي چې پر اسلام اباد د افغانستان له لوري ډرون بریدونه پوځي تاسیساتو ته له رسیدو مخکې شنډ شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ډرونونو د ټوټو له کبله په کوټه، کوهاټ او راولپڼدۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ملکیان ټپيان کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې تېر ماښام یې د اسلام اباد په فیض اباد کې د " حمزه" په نوم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
له دغه برید وروسته پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هوایي ډګر د فعالیتونو د لنډمهاله دریدو خبر هم خپور کړ.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دغه راز ویلي چې نن سهار یې کونړ او ننګرهار کې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.
ازادي راډیو په خپلواک ډول د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
اسلام اباد ته څېرمه پر فیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي
د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته نژدې د فیضاباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلاماباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو.
پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي.
یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي.
طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت اسلاماباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.
پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د جمعې په مازدیګر یې د فیض اباد په اسمان کې دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتې دي.
هغوی دا هم ویلي چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د چین د منځګړتوب هڅې ننګولي
د پاکستان د جټ او بېپیلوټه الوتکو بریدونه، چې د افغانستان کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونه یې په نښه کړي، د چین هغه ډیپلوماتیکې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړې دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د سولې لپاره بیل کړي دي.
چین په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورند کرښې په اوږدو کې د وضعیت د عادي کولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. د همدې هڅو په دوام، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي Yue Xiaoyong یو شیائویونګ تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان له چارواکو سره ولیدل تر څو د دواړو لورو ترمنځ «خبرې او پخلاینه» پیاوړې کړي.
همداراز د چین د باندنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره د تشدد د کمولو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
اسلام اباد پر کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا د پنجشنبې د شپې حملې تایید کړې خو ویې ویل چې د ترهګرو پناهځایونه یې له منځه وړي دي. خو په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت وايي چې په غبرګون کې یې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او همداراز فیض اباد کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.
پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ
د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی.
د ښاغلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی.
کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو.
دی لومړنی هزاره توکمی افغان وو چې دې څوکۍ ته رسېدلی وو.
کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهی ولسوالۍ کې زېږېدلی و.
هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.
په پلازمینه کابل باندې د پاکستان په بمباریو کې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي
طالب چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ افغان ملکیان په کابل کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.
هغه ویلي چې د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې استوګنیزې سیمې د پاکستان په بیګانیو هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې پاکستان بیګا هوايي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې.
مجاهد دا بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کندهار کې هوایي ډګر ته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره هدف ګرځېدلې.
د هغه په خبره له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.
پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
خو پرون پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.
د افغانستان د فوتبال تر اولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا جام لوبو ته تیاری نیسي
د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا د ۲۰۲۶ کال جام لوبو ته تیاری نیسي.
د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د دې جام لوبې به په تاشکند کې د اپریل له ۴ نه تر۱۴ پورې ترسره شي.
ویل شوي چې د افغانستان په ګډون پنځه ټیمونه په دې لوبو کې ګډون کوي. د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشرې لوبډلې په ۲۰۲۴ کال ازبکستان ته یو د صفر په ماتې ورکولو سره د مرکزي آسیا د ټولنې د جام اتلولي خپله کړې وه.