د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۴

افغان نجونو د امریکا په روباتیک سیالیو کې د ګډون اجازه ترلاسه کړه


پولیتیکو خپرونې د هغو افغان نجونو په اړه لیکنه کړې چې په روباتیک سیالیو کې د ګډون لپاره یې امریکا ته د ورتلو اجازه ترلاسه کړې ده.

پولیتیکو لیکي ولسمشر ټرمپ مداخله وکړه چې افغان نجونو ته ویزه ورکړل شي.

دا خبره یوه لوړ پوړي امریکایې چارواکي پولیتیکو خپرونې ته کړې ده.

پولیتیکو د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د مرستیال سلاکاري دینا پاول له قوله لیکلي چې وایې دغه نجونې د افغانستان راتلونکي مشرانې او د خپل هېواد پیاوړي استازي دي.

د لیکوال په خبره افغان زده کوونکو ته د ویزې نه ورکول داسي انتقادونه راپورته کړه چې ګواکې دا اقدام د افغانستان خلکو ته ناسم پیغام ورکړ.

هغه هېواد ته چې لا هم امریکایي سرتېري د طالبانو په وړاندي جنګېږي.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼي هم د همدې موضوع په اړه مقاله خپره کړې او لیکي چې دغې ډلې ته په لومړي سر کې د ویزو نه ورکول نړیوال اعتراضونه راوپارول.

د ګارډین په لیکنه د امریکا له دې اقدام سره دغه نجونې ناهیلي شوي وې او ویل یې چې فکر یې کاوه امریکا او افغانستان دوستانه اړیکي لري او دا چې امریکا په افغانستان کې د نجونو د حقونو لپاره مبارزه کوي.

ورځپاڼه لیکي سره له دې چې د امریکا دا پریکړه بدله شوه او نجونو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوه، خو د لیکوال په باور دا کار نشي کولی په افغانستان کې د امریکا د راتلونکو ژمنو په اړه رامنځته شوی مغشوش حالت له منځه یوسي.

په دغو سیالیو کې یوازې د افغانستان او ګامبیا ډلو وېزې رد شوي وې.

نشنل انټرسټ:

د نشنل انټرسټ نشریې بیا په افغانستان کې د شخړو د حل لاري پر څرنګوالي یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې پر یوې نوي ستراتیژۍ غور کوي، یو تقریباً منل شوې نظر شته چې ګواکي یوازي پوځي ځواک نشي کولی طالبانو ته ماته ورکړي چې د لیکوال په باور همدا نظریه د افغانستان د جګړو په برخه کې سیاسي پریکړه ضروري او حتمي کوي.

مقاله زیاتوي دا مهمه ده چې په افغانستان کې نور ځواکونه ځای پرځای شي، خو د دې لپاره نه چې دا کار به طالبان بلاخره په قدرت کې د ورګډېدو په اړه مذاکراتو ته حاضر کړي، بلکې د دې لپاره چې پدې ډول د ادغام مجدد بهیر لپاره وخت ترلاسه کړي څو بریالیتوب ته ورسېږي.

د نشنل اڼټرست زیاتوي، د طالبانو لوړ پوړي مشران په افغانستان کې د یوه اسلامي امارت د رامنځته کېدو پر خبره ولاړ دي، په همدې حال کې د لیکوال په خبره دا معقوله نه ده چې له طالبانو تمه وشي چې په انتخاباتو کې په دیموکراتیک ډول سیالۍ ته ودرېږي، د کابینې څوکۍ ترلاسه کړي او د اقلیتونو حقونو یا د بیان ازادي ته درناوی وکړي.

له همدې کبله د نشریې په لیکنه د مذاکراتو له لاري د یوې داسي موافقې ترلاسه کول چې د دغه هېواد په قانوني دیموکراتیک چوکاټ کې لا ډېر اسلامي ارزښتونه ورګډ وي او په عین حال کېله ۲۰۰۱ کال راهیسي د افغانستان ډېری ټولنیزې او اقتصادي لاسته راوړني خوندي کوي، ممکن کار نه دی.

نشریه لیکي طالبان یوازي د دغه هېواد پر سیاسي سیستم د واکمنۍ په هڅه کې نه دي بلکې هغوی غواړي دا سیستم بدل کړي.

د نشنل انټرسټ لیکي، که دغې ډلې په اسانۍ سره د واک شریکیدل غوښتلای، نو دهغوی مشران به ډېر وختي د مذاکراتو میز ته راغلي وای.

XS
SM
MD
LG