د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

هغه مېرمنې چې معاش اخلي، د خپل معاش د مصرفولو صلاحیت لري؟


ځېني مېرمنې له کوره بیرون کارکوي یوه اندازه پېسې لاسته راوړي او د نارینه په څېر د کور ضروریات پرې رفع کوي خو ایا ښځې واقعا مکلفې دي چې خپل معاش خپل خاوند یا پلار ته ورکړي؟ اوکه دوی یې ترې په زوره اخلي دا جواز لري؟

ځېني مېرمنې چې معاش اخلي د کورنۍ غړي یا خاوند یې ټولې پیسې ترې اخلي او دې ته د ضرورت وړ پیسې هم نه ورکوي او دا هم ورته وایي چې ته زما له برکته کار کوي نو دا پیسې هم زما حق کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکې مریم چې په یوې ادارې کې کارکوي وایي چې پلاریې ټول معاش ورنه اخلي او دې ته یوه روپۍ هم نه ورکوي، دا وایي صحي ستونزه هم لري خو پیسې ورسره نشته چې خپله تداوي پرې وکړي.

مېرمنې له دومره ستونزو سره چې د کورکارونه هم کوي او بیرون هم زحمت باسي کار کوي، خوکله چې معاش واخلي خاوند یې په خپل جیب کې ږدي او دې ته هیڅ هم نه ورکوي.

دیني عالم عبدالحنان پر وینا هیڅوک دا حق نه لري چې له مېرمنې معاش واخلي، ځکه دا د دې حق دی او که څوک یې په زوره ترې اخلي دا ظلم دی.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:24 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG