د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د هند په چینای کې د «سي.اېس.اېس کمباینډ» لوبډلې ته په یوه تمریناتي یو ورځنۍ سیالۍ کې په شپږو ویکټو ماته ورکړه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د لوبې بچه افغان لوبډلې وګټله او مقابلې لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه چې «سي.اېس.اېس کمباینډ» لوبډلې په ۳۱ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځيدو یې ۱۰۳ منډې جوړې کړې.
افغان ۱۹ کلنو لوبډلې یاد هدف د سیالۍ په ۲۱ اور کې د څلورو لوبغاړو په سوزېدو پوره کړ.
د یادونې وړ ده چې د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې ۱۵ ورځنی تمریناتي کمپ په هند کې دوام لري چې تر دې مهال یې څلورو پیاړو کلپونو سره لوبې کړي او ټولې یې ګټلي دي.