د افغانستان د کرکټ ملي ټیم او "ام.سي.سي" ټیم په لندن کې لوبه روانه کړې ده.
د افغان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل نن سې شنبه ازادي راډیو ته له لندنه د ټېلیفون پر کرښه وویل چې سلګونه افغانان د لوبې لیدلو ته ورغلي او افغان ټیم د نړۍ له ۱۱ غوره لوبغاړو سره په ښه توګه لوبه کوي.
له ښاغلي مشعل سره صفيالله ستانکزي په نننۍ لوبې مرکه کړې ده چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اوریدای شئ: