نړۍ
ټېلرسن عربي هېوادونو کې د کړکېچ کمولو په هدف کوېټ ته رسېدلی
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د قطر او یو شمېر نورو عربي هېوادونو تر منځ د کړکېچ د کمولو په هدف کوېټ ته رسېدلی دی.
کوېټ په دغه کړکېچ کې چې تېره میاشت پر قطر د سعوديعربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د بندیزونو لګولو له امله را پورته شوی منځګړیتوب کوي.
دغو هېوادونو قطر له سخت دریځو اسلامي ډلو او سیمهییز سیال ایران سره د اړیکو په لرلو تورن کړی او ټولې اړیکې یې ور سره شلولي دي.
ټېلرسن چې په دوه ورځني سفر د دوشنبې په ورځ کوېټ ته رسېدلی، د خبرو لپاره به د کوېټ، قطر او سعوديعربستان تر منځ تګ راتګ کوي.
هغه د دغه کړکېچ د هواري د ګډو هڅو په ترڅ کې د قطر له امیر شېخ صباحالاحمد الصباح او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شېخ صباح خالد الصباح سره وکتل.
سعوديعربستان او قطر دواړه په سیمه کې د متحدوایالتو مهم متحدین دي او قطر هم په سیمه کې د امریکا د یوې لوېې پوځي اډې کوربه دی چې شااوخوا ۱۱ زره امریکایي پوځیان پهکې دېره دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
استرالیا د وسلو د محدودولو لپاره نوی قانون تصویب کړ
د اسټرلیا په نیو ساوت ولز ایالت کې نن چهارشنبې د وسلو د ملکیت او ترهګرۍ ضد قوانین تصویب شول.
دا قوانین په باندي ساحل کې له مرګوني برید وروسته تصویب شوي دي.
د دغو قوانیو له مخې، د وسلو مالکیت محدود شوی، په عامه ځایونو کې د ترهګرۍ د نښو ښول منعه او پولیسو ته د مظاهرو د کنټرول لپاره زیات واکونه ورکړل شوي دي.
د نیو ساوت ولز صدراعظم کریس مینس ویلي، ښايي له دغو سختو اصلاحاتو ملاتړ ونه کړي خو حکومت يې د خلکو د خویندیتوب لپاره هر ډول اقدام ته تیار دی.
د دغو قوانینو تصویب له مخالفتونو سره مخ شوی دی.
په باندې ساحل کې د ډزو پېښه د اسټرلیا په تیرو شاوخوا درې لسیزو تر ټولو مرګوني پېښه وه چې لږ تر لږ۱۲کسان په کې ووژل شول.
د لیبیا لوی درستیز په ترکیه کې د الوتکی د لوېدو په پېښه کې وژل شوی دی
د لیبیا لوی درستیز محمد علي احمد الحداد او د دې هېواد څلور نور لوړپوړي پوځي چارواکي د سهشنبې په ماښام له انقرې څخه د یوې الوتنې له پورته کېدو لږ شیبه وروسته د سوداګریزې جټ الوتکې د لوېدو له امله وژل شوي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خبره، د الوتکې پاتې شوني د ترکیې د امنیتي ځواکونو له خوا انقرې ته نږدې د هایمانا ولسوالۍ کې موندل شوي دي.
په دې پېښه کې د الوتنې درې تنه عمله هم وژل شوې ده.
د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه دا موضوع پر خپله فېسبوک پاڼه تایید کړې.
محمد الحداد تر پېښې مخکې د سهشنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د دفاع له وزیر یاشار ګولر او د خپل ترکي سیال سلجوق بایراکتاراوغلو سره لیدنه کړې وه او طرابلس ته د ستنېدو په حال کې و.
تراوسه د الوتکې د رالویدو علت روښانه نه دی او ترکیې ویلي چې د پېښې په اړه به څېړنه کوي.
محمد الحداد ۲۰۲۰ کال د اګست راهیسې د لیبیا د لوی درستیز په توګه فعالیت کاوه.
په یوه برید کې ۵ پاکستاني پولیس په خیبرپښتونخوا کې ووژل شول
پنځه پاکستاني پولیس نن (د سېشنبې) په خیبرپښتونخوا کې د هغوی پر موټر د کمین، چاودنې او ډزو په برید کې ووژل شول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سیمهییزو پولیسو په وینا، د پولیسو پر موټر لومړی په لاس د جوړې شوې چاودېدونکې وسیلې (IED) برید وشو او وروسته بریدګرو پرې ډزې وکړې، چې په پایله کې یې څلور پولیس او د موټر چلوونکی ووژل شول.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا برید غندلی دی.
برید د خیبرپښتونخوا ایالت په کرک ولسوالۍ کې شوی؛ هغه سیمه چې تر دې مخکې تر ډېره د وسلهوالو له بریدونو خوندي بلل کېده.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې پاکستان او افغانستان هڅه کوي هغه نازک اوربند وساتي چې د تېر اکتوبر له سرحدي نښتو وروسته شوی و.
پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشت وسلهوال له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو بریدونه پلانوي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وایي چې پاکستان دې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي.
ټرمپ: دا به عاقلانه وي چې مادورو د وینزویلا له ولسمشرۍ لاس واخلي
د امریکا ولسمشر پرون (دوشنبه، د مرغومي په لومړۍ) وویل چې دا به عاقلانه وي که د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له واکه لاس واخلي، او زیاته یې کړه چې متحد ایالتونه کولای شي هغه تېل چې په وروستیو اوونیو کې یې د وینزویلا په ساحلونو کې نیولي، یا وساتي او یا یې وپلوري.
پر مادورو د ډونالډ ټرمپ د فشار په کمپاین کې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور زیاتوالی او پر هغو بېړیو څو پوځي بریدونه شامل دي چې ویل کېږي د جنوبي امریکا د دې هېواد په شاوخوا، په ارام سمندر او کارابین سمندر کې د نشهيي توکو په قاچاق کې ښکېلې وې.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.
کله چې خبریالانو د امریکا له ولسمشره وپوښتل چې ایا هدف دا دی چې مادورو له واکه لېرې شي، هغه وویل: «ښه، زه فکر کوم ښايي همداسې وي... دا په ده پورې اړه لري چې څه کول غواړي. زما په اند دا به عاقلانه وي چې دا کار وکړي. خو بیا هم، موږ به وګورو.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «که هغه وغواړي کوم اقدام وکړي، که وغواړي مقاومت وکړي، نو دا به وروستی ځل وي چې مقاومت به کوي.»
ډنمارک او اروپايي ټولنې د امریکا له لوري د ګرینلنډ لپاره د استازي پر ټاکلو نیوکه وکړه
اروپايي اتحادیې او ډنمارک د امریکا له لوري ګرینلنډ لپاره د خانګړي استازي پر تاکلو انتقاد وکړ.
اد امریکا ولسمشر د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ ۳۰مه، د لوییزیانا ایالت والي جېف لېنډري د ګرینلنډ د چارو لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه.
ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې په یوه پوسټ کې ولیکل: «جېف ښه پوهېږي چې ګرینلنډ زموږ د ملي امنیت لپاره څومره حیاتي ارزښت لري، او هغه به د ځواک له لارې زموږ د هېواد ګټې د خپلو متحدانو او په حقیقت کې د ټولې نړۍ د خوندیتوب، امنیت او بقا لپاره پر مخ یوسي.»
لېنډري بیا په ایکسپاڼه کې د ټرمپ مننه کړې او لیکلي دي: «دا زما لپاره ویاړ دی چې … په دې داوطلبانه دنده کې خدمت وکړم، څو ګرینلنډ د متحدو ایالتونو برخه وګرځي. دا چاره به د لوئیزیانا د والي په توګه زما پر کار هېڅ ډول اغېز ونه لري!»
د امریکا ولسمشر وايي چې ګرینلنډ، چې د ډنمارک یوه کورواکه سیمه ده، د خپل ستراتیژیک اهمیت او طبیعي معدني سرچینو له امله باید د متحدو ایالتونو برخه شي. لېنډري، چې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د والي په توګه واک ته رسېدلی، په ښکاره ډول د دې نظر ملاتړ کوي.
د ډونالډ ټرمپ دې اقدام د ډنمارک د صدراعظمې مېتې فریدریکن او د ګرینلنډ د صدراعظم ینس فریدریک نیلسن سخت غبرګون راوپاروه. هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «تاسو نشئ کولی بل هېواد له ځان سره یوځای یا ضمیمه کړئ، حتا که د نړیوال امنیت دلیل هم وړاندې شي.»
دوی زیاته کړه: «ګرینلنډ د ګرینلنډ د خلکو ملکیت دی، او امریکا باید د ګرینلنډ کنټرول په لاس کې وانخلي.»
د سوري ځواکونو او کردي جنګیالیو تازه نښتې
د دوشنبې په ماښام د حلب په شمالي ښار کې د سوریې د دفاع وزارت سره تړلو ځواکونو او د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیک ځواکونو (قصد) ترمنځ نښتې پیل شوي.
د راپورونو له مخې لږ تر لږه درې ملکي وګړي په دغو نښتو کې وژل شوي.
د سوريې دولتي خبري اژانس سانا د کورنيو چارو وزارت له قوله ويلي دي چې دوه ملکي وګړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپيان دي.
په ورته وخت کې، د سوريې ډيموکراتيکو ځواکونو ويلي چې يوه ښځه وژل شوې او ۱۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
نښتو امنيتي اندېښنې راپورته کړې او د ملکي خلکو د بې ځايه کېدو څپه يې راپارولې ده.
هسپانیه کې د کریسمس د ګلنۍ لاتړي د ګټونکو اعلان پیل شو
هسپانیه کې د کریسمس د دودیزې لاتړۍ د ګټونکو کسانو د شمیرو اعلان نن په مدرید کې پیل شول.
د سان ایلډ یفونسو ښوونځي زده کوونکو د شاهي تیاتر په تالار کې بریالۍ شمیرې اعلان کړې.
په مجموع کې به ۲.۷ ملیارده یورو په ټوله هسپانیه کې وویشل شي.
د ۴۰۰،۰۰۰ یورو لویه جایزه "ایل ګورډو" نومیږي.
د دې کلنۍ لاټري چې تاریخ یې ۱۸۱۲ کال ته ستنیږي ، د ګټونکو اعلان هرکال د دسمبر په ۲۲ نیټه ترسره کیږي.
روسی جنرال مسکو کې د بم چاودنه کې ووژل شو
د روسیې چارواکو نن دوشنبې وویل ددغه هیواد یو جنرال په مسکو کې د بم په چاودنه کې وژل شوی دی.
د تحقیقاتي کمیټې چارواکو وویل ډګرجنرال فانیل سروروف دیوې منفجره وسیلې په چاودنه کې چې موټر پورې یې نصب شوې وه د پلازمینې په جنوب کې وژل شوی.
ددغې ادارې ویاندې سویتلانا پیترینکو وویل چې د قتل د لامل د معلومولو لپاره تحقیقات پیل شوي او پیښه کې د اوکراین د استخباراتو دلاس لرلو امکان هم څیړل کیږي.
۵۶ کلن جنرال سروروف په دې وروستیو کې د روسیې د پوځ د درستیزوالي په یوې څانګې کې کار کاوه .
د جرمني DPA خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۲۴ کال د دیسمبر په اولسمه د روسیې د اټومي ، بیولوژیکي او کیمیاوي دفاعي تسلیحاتو قوماندان جنرال ایوان کیریلوف هم په مسکو کې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شو چې وروسته د اوکراین استخباراتو د پیښې مسئولیت په غاړه واخیست.
یوبل روسی جنرال ، یاروسلاف موسکالیک، په تیرې اپریل میاشت کې په مسکو کې په یوې ورته چاودنې کې ووژل شو.
نوموړي پخوا اوکراین سره د لانجې د حل په خبرو کې هم برخه درلوده.
کریملین: د کرسمس د رخصتیو پر مهال د سولې د هوکړې احتمال کم دی
کرملین وایي، د کریسمس د رخصتیو پر مهال په اوکراین کې د سولې هوکړې ته د رسیدو احتمال کم دی.
د روسیې د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، فلوریدا کې د سولې په تړاو له ترسره شویو خبرو باید د جدي پرمختګ تمه ونه شي.
هغه په امریکا کې د کریسمس رخصتیو ته په پام وویل، دغه رخصتۍ کولای شي د چټک پرمختګ بهیر ټکنی کړي.
متحده ایالتونو تېره میاشت د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په هدف ۲۸ ماده ییزه طرحه وړاندیز کړه.
اوکراین په غبرګون کې دغه طرحه د روسیې په ګټه وبلله او له خبرو اترو وروسته یې د طرحې د مادو شمېر ۲۰ ته راټیټ کړ.
په طرحه کې لانجمنه موضوع روسیې ته د اوکراین د یوې برخې سپارل و چې د اوکراین ولسمشر وویل، دا کار نه شي کولای.
امریکایي او اوکرایني مرکچیانو د فلوریدا خبرې ( رغوونکې او مثمرې) وبللې
د متحده ایالتونو او اوکراین استازو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په چارو کې د فلورېدا خبرې " رغوونکې او مثمرې" وبللې.
دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې د دغو خبرو هرکلی کړی، خو د جګړې د پای ته رسیدو د کوم ښکاره څرک خبره یې نه ده کړې.
دغه خبرې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف په کوربه توب د د دریو ورځو په مخه د فلوریدا په میامي کې روانې وې.
د خبرو پر مهال روسي او اوکرایني مرکچیانو له ویټکاف سره جلا جلا لیده کاته درلودل.
دا په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د امریکا د حکومت د هڅو تر ټولو تازه ګامونه دي.