د لاسرسي لېنکونه

هلمندي سوداګر او کروندګر د هندواڼو د بازار له نشتونه شکایت لري


د هلمند ولایت سوداګر او کروندګر شکایت لري چې د هندواڼو حاصل لپاره بازار نه‎لري او د صادراتو پر وړاندې یې هم ستونزې موجودې دي.

د افغانستان د متشبیثینو د عالي بورډ رئیس رحم‎الدین حاجي اغا نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال په هلمند کې له ۱۰۰ زرو ټنو څخه د هندواڼو حاصلات زیات دي.

ښاغلي حاجي اغا وویل:

"دولت وايي چې موږ د کرنیزو محصولاتو لپاره ځمکنی او هوايي دهلېز پیدا کړ، ولې په عمل کې څه نه‎شته، په اصل کې باید داسې دهلېز پیدا شي چې په ورځ کې۴۰ موتړ کرنیز توکي بهر ته انتقال کړي."

حاجی اغا وايي چې اوس مهال په هلمند کې یو ټېلر هندواڼې په ۷۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي، نوموړی وایي چې افغان حکومت باید په کور دننه او بهر د افغان سوداګرو او کروندګرو د کرنیزو محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي.

XS
SM
MD
LG