د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

د افغانستان کرلېنګ ملي لوبډلې قزاقستان کې درېیم مقام خپل کړ


د افغانستان د کرلېنګ ملي لوبډلې د قزاقستان د اولسم پړوا د کرلېنک ازادو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان د کرلېنګ فدراسیون رئیس منور شهزاد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د کرلېنګ لوبډلې په خپله لومړی لوبه کې د ازبکستان لوبډلې ته ۷ د ۸ پر وړاندې او په دوهمه لوبه کې د قزقستان C لوبډلې ته ۳ د ۱۲ پر وړاندې ماته ورکړه، خو په وروستۍ لوبه کې یې د قزقستان له B لوبډلې ۶ د ۱۳پر وړاندې ماته وخوړه.

د افغانستان د کرلېنګ لوبدلې په دغو سیالیو کې د فني او حرفوي زده‎کړو په هدف د روان مېلادي کال د جون په ۳۰ مه ګډون کړی و.

د قزاقستان د کرلېنګ په سیالیو کې ۸ لوبډلو له ترکمستان، قزاقستان، روسیې او افغانستان څخه ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG