د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

ديمپسي: په افغانستان کې زموږ جنرالان ناکام شوي دي


والستريت ژورنال (Wall Street Journal):

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې والستريت ژورنال په خپله پرونۍ ګڼه کې افغانستان ته د لېږل کېدونکو امريکايي پوځيانو د شمېر په باب ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، وروسته له هغې چې تېره ميلادي مياشت د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل دفاع وزارت ته افغانستان ته د زرګونو امريکايي پوځيانو د لېږلو په برخه کې يو اړخيز صلاحيت ورکړ، څو ورځې مخکې سپينې ماڼۍ ځينو مقاماتو ته يو پټ لارښود ولېږه چې له مخې يې د دغو قواوو شمېر محدودېږي.

د والستريت ژورنال په ليکنه، دغه لارښود د امريکا د ملي امنيت د سلاکار اچ، ار، مکمسټر له خوا محدود شمېر چارواکو ته لېږل شوى دى.

هغو کسانو چې دغه سند يې کتلي ويلي، ولسمشر ټرمپ به دفاع وزير جيمز متېس ته اجازه ورکړي چې د سپينې ماڼۍ له مشورې پرته افغانستان ته پوځيان ولېږي، خو چې شمېر يې تر ٣٩٠٠ ډېر نه وي.

د ورځپاڼې په ليکنه کې وړاندې راغلي، دا ضد و نقيض څرګندونې د ټرمپ په اداره کې په داسې حال کې مخالفتونه څرګندوي چې واشنګټن هڅه کوي د افغانستان په اړه يوه نوې-هراړخيزه ستراتيژي جوړه کړي.

ورځپاڼه زياتوي، داسې اندېښنې هم شته چې واشنګټن ښايي د افغانستان په ١٦ کلنه جګړه کې چې له کبله يې تر ٢٤٠٠ ډېر امريکايان وژل شوي او ٢ اعشاريه ٤ ټرليون ډالره ورباندې لګول شوي، نور هم په ژوره توګه دخيل شي.

د امريکا دفاع وزير تمه ښوولې چې د جولاى مياشتې تر نيمايي پورې سپينې ماڼۍ ته يو پلان وړاندې کړي چې له مخې به يې د امريکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف ته هغه ځواک- چې د وسله والو طالبانو د تحرکاتو د ځپلو لپاره ورته اړتيا لري- ورکړل شي.

فارين پاليسي (Foreign Policy):

فارين پاليسۍ خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې د جېسن ديمپسي (Jason Dempsey) په نامه د يوه پخواني پوځي قوماندان انتقادي ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: په افغانستان کې زموږ جنرالان ناکام شوي دي.

ليکوال پيل کې ليکي د امريکا پوځ په افغانستان کې امريکا ناکامه کړه.

دا تاکتيکي ناکامي نه، بلکې د رهبرۍ ناکامي وه.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي، کله چې جنرال ستنلي مککريستل (Stanley McChrystal) په ٢٠٠٩میلادي کال په افغانستان کې د بهرنيو قواوو قومانده پرغاړه واخيسته، خپلو اړوندو پوځي قطعاتو ته يې وويل، تر هغو چې بريالي کېږو او په افغانستان کې بايد پاتې شو، تاسې به کوم متفاوت کار وکړئ؟

ليکوال وايي، زه هغه وخت د افغانستان په ختيځ کې د يوې سختې جګړې پر مهال د يوې لېوا د عملياتو مشر وم او دا سمه پوښتنه وه، خو تېر وخت ته په کتو سره دا له چل و ول ډکه پوښتنه وه.

د ليکوال په خبره ځواب دا دى چې تاسې بايد په دې جګړه کې سم کسان وګمارئ، هلته يې تر مناسب وخت پورې وساتئ چې د ټولنې په باب سم پوهاوى ترلاسه کړي، بيا د جنګ د پرمختګ په اړه ورسره حساب کتاب وکړئ.

ليکوال زياتوي، خو په افغانستان کې داسې څه ونه شول چې پوځ يې له ترسره کولو سره لېوالتيا درلوده؛ موږ داسې پاليسي عملي کوله چې پوځي مشران يې له مخې وخت ناوخت بدلېدل.

د فارين پاليسۍ ليکوال د وسله والو طالبانو په وړاندې د مبارزې لپاره د افغان قواوو اړتياوو ته اشاره کړې او ليکي، په وروستيو کې د امريکا د دفاع وزارت يوه مقام وويل، افغان ځواکونه د هوايي ځواک، استخباراتو او لوژستيک په برخه کې مرستې ته اړتيا لري.

خو ليکوال پوښتنه کوي، افغان اردو ولې دغو ظرفيتونو ته اړتيا ولري، په داسې حال کې چې وسله وال طالبان له دغو وړتياوو پرته ځينې برياوې ترلاسه کوي؟

XS
SM
MD
LG