د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۱

ولې د نورو کلونو په پرتله روان کال کې د کوکنارو کښت زیات شوی؟


د کندهار یو شمېر کروندګر ادعا کوي چې په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله په روان کال کې د کوکنارو کښت ډېر شوی دی.

د قانون نه‌پلي کول، له کروندګرو سره د حکومت د مرستو نشتوالی او په سمه توګه د بدیل معیشیت پروګرام نه‌عملي کېدل هغه څه دي چې د بزګرو په وينا د کوکنارو د زیاتوالي لامل شوی.

د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت هم په روان کال کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د کښت زياتوالي اندېښمن کړی، خو دا چې ولې د نورو کلونو په پرتله په روان کال کې د دې بوټي کښت زیات شوی، د ازادي راډیو خبریال عبادالله حنانزي د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د پالېسۍ او ستراتېژۍ د برخې له مرستیال جاوید احمد قایم سره مرکه کړې ده.

ښاغلي قایم سره مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG