نړۍ
نواز شریف د تاجکستان مرکز دوشنبې ته رسېدلی
د پاکستان صدراعظم نواز شریف دوشنبې ته په دوه ورځني رسمي سفر رسېدلی دی.
د تاجکستان صدراعظم قاهر رسولزاده او نورو حکومتي چارواکو نوموړي ته د دوشنبې پر نړیوال هوايي ډګر هرکلی ووایه.
همدارنګه ټاکل شوې وه چې سبا نوازشریف د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په دوشنبه کې وګوري.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل دا درې اړخیزه غونډه به په سیاسي او اقتصادي مسلو سربیره، د سیمې او نړۍ امنیت ته د ترهګرۍ د ګواښونو پر ضد په ګډه مبارزه متمرکزه وي.
سبا به د تاجکستان په مرکز دوشنبه کې د افغانستان په شمول د هغو هېوادونو مشران راټول شي چې د کاسا ۱۰۰۰پروژې چې له مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د انرژۍ پروژه ده ګډون لري.
ویل کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني به سبا په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته ورسېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
روانه اونۍ افغانستان،پاکستان او هند کې د بارانونو او سیلابونو له کبله لسګونه کسان مړه شوي
رویترز خبري اژانس د چارواکو په حواله رپوټ ورکوي چې د روانې اونۍ په ترځ کې افغانستان،پاکستان او دهند په شمال کې د سختو بارانونو او سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۸۲ کسان مړه شوي او کرنیزې ځمکې، بنسټیزې زیربناوې او عامه تاسیسات هم سخت زیانمن شوي دي.
د رپوټ په اساس، د افغانستان د نورستان ولایت او د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۶ کسان مړه او لږ تر لږه ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز د هند د آسام ایالت چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله هلته لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي، چې ورسره د روانې اوونۍ د مړو شمېر ۳۶ تنو ته رسېدلی دی.
د آسام د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د چهارشنبې ورځې په راپور کې ویلي چې د ایالت په ۱۱ ولسوالیو کې له ۶۵۰ زرو څخه ډېر کسان د سختو بارانونو له کبله اغېزمن شوي دي.
بلخوا د اقلیم د بدلون کارپوهان وايي، سره له دې چې افغانستان او پاکستان د نړۍ د شنوخونو ګازونو په تولید کې ډېره لږه ونډه لري، خو د اقلیم د بدلون له اغېزو څخه تر ټولو ډېر زیانمن هېوادونه دي. په دغو هېوادونو کې د سېلابونو، وچکالیو، د واورو د ویلې کېدو او د اوبو د کمښت زیاتېدونکي ګواښونه د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.
د امریکا او ایران پریو بل بریدونو د دولسمې شپې لپاره دوام وکړ
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي چې د ایران دننه یې د شپنیو بریدونو یو بل پړاو بشپړ کړی دی.
سنټکام په ایکسپاڼه اعلامیه کې ویلي چې دغه عملیات د پنځه نیمو ساعتونو له دوام وروسته، د پنجشنبې په سهار پای ته ورسېدل.
په اعلامیه کې راغلي چې امریکایي ځواکونو د دولسمې پرله پسې شپې لپاره د ایران سمندري وړتیاوې، د راکټونو او بېپیلوټه الوتکو د ساتنې تاسیسات، د رادار او ساحلي څارنې مرکزونه، او همدارنګه د هوايي دفاع سیستمونه په نښه کړي دي.سنټکام وايي چې د دغو بریدونو موخه د ایران هغه امکانات کمول دي چې په تجارتي بېړیو بریدونو کې ورڅخه کار اخلي .
بلخوا د ایران ځواکونه وايي د امریکا د نویو بریدونو په ځواب کې یې د کویټ په څو ځایونو د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د سپاه پاسداران ځواکونو اعلامیه وايي په کویټ کې یې د علی السالم په هوايي اډه ، د العدیري په پوځي اډه او په مخابراتي تاسیساتو برید کړی دی .
اعلامیه ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یو شمیر امریکایی عسکر "وژل شوي او ټپیان شوي" او د پاتریوت دافع هوا یو سیستم، او دغه راز څوامریکايي هیلي کوپټرې او ډرونونه له مینځه وړل شوي دي.
سپاه پاسداران ځواکونو د امریکا له بریدونو څو ساعته مخکې ګواښ کړی وو چې که د ایران زیربناوې په نښه شي نو د سیمې دهیوادونو د انرژۍ په تاسیساتو به برید وکړي.
په ایران کې د پلونو او برېښناکوټونو د هدف ګرځولو په اړه د ټرمپ تازه خبرداری
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۳۱مه، خبرداری ورکړ چې که ایران په هرمز تنګي کې پر یوې بېړۍ برید وکړي، امریکا به په ځواب کې یو پل یا د برېښنا تولید مرکز بمبار او ویجاړ کړي.
ډونالد ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې ولیکل: "له همدې شېبې وروسته، هر وخت چې د ایران اسلامي جمهوریت په هرمز تنګي کې پر یوې بېړۍ د توغندي، راکټ، بېپیلوټه الوتکې (ډرون) یا هر ډول بلې وسلې په وسیله برید وکړي، متحده ایالات بهیې یو پل یا برېښناکوټ بمبار او لهمنځه یوسي."
هغه زیاته کړه چې دې خبرداري کې هغه پلونه او برېښناکوټونه هم شاملېږي چې د ایران د پلازمېنې تهران په شاوخوا یا دننه کې موقعیت لري.
د امریکا ولسمشر د چنګاښ په ۲۴مه هم ویلي و، که تهران هوکړه ونه مني، نو په راتلونکې اوونۍ کې به پر ایراني برېښناکوټو او پلونو خپل بریدونه پراخ کړو.
د اوربند د تفاهملیک له امضا مخکې هم ډونالد ټرمپ د برېښناکوټو او پلونو په څېر پر بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.
متحده ایالاتو له ایران سره د جګړې په روان پړاو کې چې ۱۲مې ورځې ته داخل شوی، د ایران په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول د هېواد په جنوب کې څو پلونه په نښه کړي دي.
روبیو: ایران د مذاکراتو د دوام په اړه لازم هوډ نه لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي،"ایران د مذاکراتو په اړه لازم هوډ نه لري".
روبیو د جنوب خیتځې اسیا هېوادونو (اسه ان) په ناسته کې وویل،"واشنګټن له تهران سره د اختلافاتو د حل او فصل لپاره چمتو دی، خو ایران په دې برخه کې جدي نه دی".
د هغه په ټکو، " پر هرمز تنګي د ایران واک به خطرناکې پایلې ولري".
د فلیپین په پلازمینه مانیلا کې د جنوب خیتځې اسیا هېوادونو درې ورځنۍ ناسته پرون سه شنبې پیل شوه.
د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه د ناستې د اجنډا یوه مهمه برخه ده.
په ناسته کې د روبیو د ګډون موخه په سیمه کې د چین د نفوذ مخنیوی او د ایران په مسله کې د امریکا د ښکلیتا سربیره جنوب خیتځې اسیا هېوادونو ته د امریکا پاملرنه ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر: له جرمني د مجرمو افغانانو ایستلو ته به دوام ورکړو
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ په لوېدیځ ښار ټریر کې تېره اوونۍ پر یوه محصل له مرګوني برید وروسته یو ځل بیا ټینګار کړی چې په جرمونو محکوم شوي افغانان باید افغانستان ته واستول شي.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې دوبرینټ د سې شنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل: "زه بیا هم دا یو څرګند اړین اقدام ګڼم او د افغانستان په څېر هېوادونو ته د مجرمو کسانو د استولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړم."
هغه زیاته کړه چې ټولنه په څرګنده حق لري تمه ولري هغه بهرني وګړي چې په جرمونو محکوم شوي، له هېواده وایستل شي.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وویل، دی به دغه تګلاره په دوامداره او جدي توګه عملي کړي او هغه څهیې رد کړل چې د ده په خبره تل تکرارېږي چې ګواکې له رواني پلوه زیانمن کسان باید د ډیپورټ پر ځای مرستې ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه: "که لږ په څرګندهیې ووایم، موږ د نړۍ هغه برخه نهیو چې د ټولو رواني ناروغانو او په رواني اختلالاتو د اخته کسانو مسؤلیت پر غاړه واخلو."
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې تېره چهارشنبه د ټریر پوهنتون ته نږدې یو ۲۲ کلن محصل په چاقو ووژل شو.
یو ۲۲ کلن افغان د مشکوک برید کوونکي په توګه پېژندل شوی دی.
د پلټونکو په وینا، نوموړي د نامعلومو لاملونو له مخې پر عامه سړک د پخلنځي په چاقو لږ تر لږه دوه ځله د محصل د بدن په پورتنۍ برخه برید کړی.
د جرمني د صدراعظم فریدریش میرتڅ په مشرۍ محافظهکار حکومت تېر کال واک ته له رسېدو راهیسې هڅه کوي چې په جرمونو کې ښکېل او نور هغه چې د پناه غوښتنې یې رد شوي دي، بېرته افغانستان ته ولېږي.
هغه هم په داسې حال کې چې برلین لا هم په کابل کې د طالبانو حکومت په رسمیت نهپېژني، خو د هغوی یو شمېر ډیپلوماتانو تهیې اجازه ورکړې چې په هغه هېواد کې د افغانستان قونسلي چارې مخ ته یوسي.
منځني ختیځ کې د جګړې له ښکېلو لورو د پاکستان صدراعظم غوښتنه
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په منځني ختیځ کې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې له زغم کار واخلي.
د نوموړي له دفتره د سې شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې شریف دغه غوښتنه د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مومني سره په کتنه کې وکړه.
د اعلامیې له مخې شریف ټولې خواوې دې ته وهڅولې چې له زغمه کار واخلي او له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې سیمه لا زیاته بېثباته کولای شي.
د اعلامیې په خبره شریف مومني ته ویلي چې پاکستان به بیا هم د یوه منځګړي په توګه خپل رول ته دوام ورکړي.
د پاکستان صدراعظم دغه غوښتنه وروسته له هغې کوي چې له تېرو څه باندې ۱۰ ورځو راهیسې امریکا هره شپه پر ایران بریدونه کوي او تهرانیې هم په ځواب کې د منځني ختیځ په یو شمېر هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې او نور ځایونه په نښه کړي دي.
د ایران او امریکا ترمنځ هغه هوکړه چې تېره میاشتیې د دواړو لورو ترمنځ بشپړه جګړه ودروله او پاکستان پهکې مهم رول لوبولی، اوس د بشپړ لهمنځه تلو له جدي خطر سره مخامخ ده.
ملګرو ملتونو پر غزې تړانګې د اسرائیل زیاتېدونکي پوځي بریدونه وغندل
ملګرو ملتونو د سېشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې د اسرائیل د پوځي بریدونو د زیاتېدو غندنه وکړه او ویېویل چې په تېره یوه اوونۍ کې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیان چې شپږ ماشومان هم پهکې شامل دي، په دغو بریدونو کې وژل شوي دي.
په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند، ثمین الخیطان، وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د اوربند له اعلان څخه نهه میاشتې تېرې شوي، خو لا هم په غزه کې د فلسطینیانو لپاره هېڅ خوندي ځای نه شته.
د هغه په وینا، د جولای له ۱۳مې څخه تر ۲۰مې پورې د اسرائیل بریدونو د استوګنې ودانۍ، د بېځایه شویو خلکو خیمې او ګڼ مېشتې سیمې په نښه کړي چې له املهیې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې په وروستیو بریدونو کې یې د حماس او اسلامي جهاد ډلې مرکزونه، د مهماتو زېرمتونونه او پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.
حماس د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې لهخوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی چې د ملکي وګړو د وژنو دوام، د بشرپالنې له نړیوالو قوانینو د سرغړونو او د احتمالي جنګي جرمونو په اړه جدي اندېښنې راپارولای شي.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اکټوبر له میاشتې راهیسې چې اوربند ټینګ شوی، تر اوسه په غزه کې له ۱،۱۰۰ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو هم په همدې موده کې د ۶۸۵ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.
قطر له ایرانه د جګړې د تاوان غوښتنه کړې
قطر له ایرانه د جګړې د تاوان غوښتنه کړې.
د قطر دولت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دوو لیکونو کې د دې هېواد پر خاوره د ایران بریدونه غندلي او د تاوان غوښتنه يې کړې ده.
په لیکونو کې راغلي،" ایران نړیوال حقونه نقض کړي او د بریدونو له کبله د ویجاړیو تاوان دې جبران کړي".
دغه لیکونه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش او د امنیت شورا دوری مشر زنون موکونګو ته استولی شوي دي.
ایران په وروستیو کې د امریکا په ځوابي بریدونو کې د منځني خیتځ هېوادونه په نښه کوي.
د قطر په ګډون ډیر شمیر دغه هېوادونه د امریکا د پوځي اډو کوربه دي.
ایران په بحرین کې د امازون شرکت پر یو معلوماتي مرکز برید کړی
پرون پرله پسې لسمه شپه وه چې امریکا په ایران کې یو شمیر مهمې سیمې وویشتي.
ایراني رسنیو نن سهار وختي په چابهار بندر او کنارک سیمو کې د څو چاودونو راپورونه ورکړل.
تراوسه د دغو بریدونو له کبله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
ایران پر امریکا په ځوابي بریدونو کې ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امازون شرکت د مرکزي معلوماتو ودانۍ "ډیټا سنټر" ویشتی دی.
د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو نن سهار په یو بیان کې ادعا وکړه چې په کویټ او بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
تراوسه بحرین او کویټ دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.
بل پلو، اردن وايي، پنځه ایراني بې پیلوټه الوتکې يې نسکورې کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت: د ایران په بریدونو کې نژدې سل امریکايي سرتیري ټپیان شوي
د امریکا دفاع وزارت وايي، د ایران په بریدونو کې نژدې سل امریکايي سرتیري ټپیان شوي.
د دغه وزارت ویاند شان پارنل پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" په تیرو دوو اوونیو کې نژدې سل امریکايي سرتیري په سرسري توګه ټپیان شوي دي".
د هغه په ټکو،" د دغو سرتیرو نژدې ۹۶سلنه بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي".
امریکا له دې مخکې د ایران په بریدونو کې د دوو امریکايي سرتیرو وژل کیدل تایید کړي وو.