د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۶

د دوو ماشومانو ترمنځ فرق کول کومې ستونزې زېږوي؟


اروا پوهان وایي چې په روحي او رواني لحاظ یو کس تر یوولس کلنۍ پورې ماشوم دی له هغه نه وروسته بیا د نوې ځوانۍ مرحله پیلېږي.

ماشومان د مور پلار مینې ته ډېره اړتیا لري او دا د ماشوم طبعي حق هم دی، خو په ځینو کورنیو کې کله چې ماشوم زېږي تر هغه لوی ماشوم له پام څخه لوېږي چې دا کار پر ماشوم ډېره بده اغیزه کوي بیا نو هماغه وي چې له ځان نه واړه ماشوم سره عقده اخلي کله چې وخت پیدا کړي وهي او ټکوي یې.

دا چې ولې ځینې کورنۍ د اول ماشوم په مخکې دوهم ماشوم نازوي او ډېره مینه ورکوي د کابل اوسېدونکی امان وایي چې دوهم ماشوم خپله ځان خوږوي.

که په ماشومتوب کې د دوو کوچنیانو ترمنځ فرق وشي، د وړکي ډېر خیال وساتل شي، لوی داسې کینه اخلي چې بیا یې په ځوانۍ کې هم نه هېرېږي.

احمدشاه وردګ وایي چې د ده د اولادونو په منځ کې هم دا ستونزه شته.

د ښوونې او روزنې د پوهنتون استاد شرف الدین عظیمي هم په دې باور دی چې د دوو ماشومانو ترمنځ ضد کول، یو بل ته تاوان رسول، د مور او پلار د ناسم چلند محصول دی.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:04 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG