د لاسرسي لېنکونه

د عراق موصل کې زرګونه ملکیان په نښتو ګېر پاتې دي


په داسې حال کې چې عراقي ځواکونو له داعش ډلې څخه د موصل ښار نورې سیمې نیولي، راپورونه وايي چې زرګونه ملکي وګړي د دواړو خواوو په نښتو کې ګېر پاتې دي.

ملګرو ملتونو پرون وویل چې زرګونه ملکيان لا هم په زاړه موصل کې کلابند دي او زرګونه نور له دې ښاره د وتو په حال کې دي.

د عراق د فدرالي پولیسو مشر ډګر جنرال راعد شاکر جودت پرون وویل چې سرتېري اوس‌مهال په سیمه کې تصفیوي عملیات کوي.

ده وویل:

"فدرال پولیسو خپله دنده سرته ورسوله. هغه کار چې پاتې دی د سیمې تصفیه ده. پولیس تصفیوي عملیات کوي خو په عین حال کې هغه کورنۍ هم راباسي چې ګېر پاتې دي."

د عراق یوه پوځي مقام تورن جنرال سمیع‌العریدي پرون وویل، عراقي ځواکونه د دجلې سیند د غاړې یوازې څو سوه متره واټن ته رسېدلي دي.

کلابند خلک د خوړو او اوبو د کمښت له ستونزې سره مخامخ دي او د تودې هوا له کبله خواشینوونکی وضعیت راغلی دی.

په موصل کې چې په عراق کې د داعش ډلې وروستی مرکز ګڼل کېږي پوځي عملیات د جون په شپږمه نېټه پیل شول.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په عراق او سوریه کې د پراخو سیمو د لاندې کولو په ترڅ کې موصل ښار ونیو.

XS
SM
MD
LG