د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

په نیمه کې د کار پرېښودل او د محصلانو ستونزې


هغوی چې په خپل وخت کار نه کوي یا یې په نیمه کې پرېږدي، راتلونکي ته پلان نه لري.

یو شمېر نور بیا په خپل کار کې ډېر زحمت نه باسي، خو غواړي چې ژر له خپل کار څخه فایده او خوند واخلي، که داسې ونه شي، نو له کار سره خدای پاماني کوي.

ځیني نور بیا ثبات نه لري او هرې خواته لاس غورځوي، خو که وخت غنیمت وګڼل شي، ښه استفاده ترې وشي او خپل کار بل وخت ته ونه ځنډل شي، نو هدف ته رسېدل به سخت نه وي.

د محصلانو ستونزې.

په پوهنتونونو کې د پخواني نصاب تدریس، اداري ستونزې او په شخصي پوهنتونونو کې د زده کړو پر ځای فیسونو ته ډېر ارزښت کول، هغه مهمې ستونزې وې چې محصلان یې یادوي.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ facebook.com/TandySangy:

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ hewadm@rferl.org:

یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د دوه بجو او د سې شنبې د ورځې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپرېږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:25 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG