د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۷

تېرو ۱۶ کلونو کې د نشه یي موادو په وړاندې مبارزه څومره بریالۍ وه؟


څرنګه چې د جون ۲۶مه د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې نړيواله ورځ نومول شوې، نننی بحث هم دې ورځې ته ځانګړی شوی دی.

افغانستان د کوکنارو د توليد کوونکو هېوادونو په سر کې راځي، نو په دې هېواد کې د نشه يي موادو پر ضد مبارزه هم يوه مهه موضوع ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت، توليد، قاچاقو او استعمال پر ضد بېلابېلې دولتي، نادولتي او نړيوالي ادارې فعاليت کوي او په دې برخه کې ډېرې پيسې لګېدلي.

خو دا چې په تېرو پنځلسو کالونو کې دا مبارزه څومره بريالۍ وه، د دې مبارزې په مخ کي کوم عمده خنډونه پراته وو اوحل لاري يې څه دي په دې بحث کې ورباندې خبرې کوو.

د بحث مېلمانه دي د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت د پلان او پاليسۍ عمومي رئيس محمد عثمان فروتن، د مشرانو جرګې غړې رڼا ترين او نشه يي موادو کارپوه محمد اشرف ناصري.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:24 0:00
مستقیم لېنک

چمتو کوونکو: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG