د کرکټ د نړیوال فدراسیون ټولنو افغانستان ته د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب ورکولو هرکلی وکړ.
د کرکټ نړیوالې شورا د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ افغانستان او ایرلنډ ته د دې شورا د یوولسم او دوولسمو ټیمونو په توګه بشپړ غړیتوب ورکړ.
د کرکټ د نړیوال فدراسیون ټولنو یا (FICA) اجرائیوي رئيس توني ایریش وویل:
"موږ د بشپړو غړیو په توګه د افغانستان او ایرلند د ترفېع هرکلی کوو او هیله لرو چې نور هېوادونه هم په راتلونکې کې د افغانستان او ایرلند په شان پرمختګ وکړي او د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړي."
د کرکټ د نړیوال قدراسیون ټولنو اجرائیوي رئيس د نویو غړیو د کورني کرکټ مسابقو د سویې د لوړېدو غوښتنه وکړه.