د افغانستان د المپیک ملي کمېټې مسؤلین وایي، په ترکمنستان کې به د المپیک نړیوالې سیالۍ ترسره شي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د نشراتو مسؤل منور شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې د دغو سیالیو لپاره اوس مهال سلګونه لوبغاړي په تمریناتو بوخت دي.
شهزاد زیاته کړه چې د یادو سیالیو د مراسمو لپاره د ټولې نړۍ ولسمشران هم ور غوښتل شوي چې له افغانستانه به هم د حکومت په مشرۍ یو لوړ پوړي چارواکي ولاړ شي.