د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

ویسا: امریکا نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان د فشار لپاره ۳ انتخابونه لري


کابل چاپ نننیو یو شمېر ورځپاڼو د بېلابېلو مطالبو د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان د فشار راوستو او د دغه ستراتيژۍ په اعلانېدو کې د ځنډ په اړه مطالب خپاره کړي دي .

هېواد: دولتي ورځپاڼې په دې اړه په خپل لومړي مخ کې په یو مطلب کې لیکلي چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان فشار شامل دی.

ورځپاڼې د رویټرز د راپور په اساس لیکلي چې د ولسمشر ټرمپ اداره پر پاکستان د سختو فشارونو زیاتولو ته تیاری نیسي ځکه چې په دې هېواد کې مېشتې ترورستي ډلې په افغانستان کې برېدونه کوي.

ورځپاڼه وړاندې په مطلب کې لیکي چې د ټرمپ اداره د بې پیلوټه الوتکو د حملو د زیاتولو، پاکستان ته د یو شمېر مرستو ځنډولو او په نهایت کې له پاکستانه د امریکا د غیر ناټو مهم شریک د مقام اخیستو په شمول پر اقدماتو غور کوي.

ویسا:خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي چې امریکا په نوې ستراتیژۍ کې پر پاکستان د فشار لپاره درې انتخابونه لري.

ورځپاڼه د رویټرز د سرچینې په حواله خبر ورکړی چې د افغانستان په اړه د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې اوس مهال د پاکستان په اړه په احتمالي اقداماتو کار روان دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي چې په دې درېیو فشارونو کې پر اسلام اباد د مرستو ځنډول او بندول، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او غیر ناټو متحد له رتبې څخه د پاکستان ایستل شامل دي.

د ورځپاڼې د مطلب په دوام لیکلي چې د ټرمپ ادارې له پاکستانه غوښتي چې د ترهګرو خلاف د خپلو اقداماتو په اړه معلومات ورکړي، خو د پاکستان دولت او په امریکا کې د دې هیواد سفارت تر اوسه معلومات نه دي ورکړي.

او مسیر: خپلواکې ورځپاڼې بیا د ستراتيژۍ په جوړېدو کې ځنډ د امریکا ماموریت له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی تر عنوان لاندې په خپل لومړي مخ کې لیکلي چې په امریکا کې د نوي حکومت له جوړېدو شپږ میاشتې تېریږي خو لا هم د افغانستان په تړاو کومه ځانګړې ستراتیژي نه لري.

ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکلي چې دغه وضعیت په افغانستان کې د امریکا ماموریت له نامعلوم برخلیک سره مخ کړی دی.

ورځپاڼې د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېسیون د مشر په قول لیکلي چې د ټرمپ اداره د افغانستان د جګړې د بریالیتوب لپاره د ستراتیژۍ په جوړولو کې پاتې راغلی دی.

خو ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر جېمز متېس هغه خبره هم راخیستې چې ویلي دي ولسمشر ټرمپ د افغانستان د ستراتيژۍ جوړولو بشړ واک ورکړی او ژر به په دې اړه ستراتیژي بشپړه کړي.

XS
SM
MD
LG