خبرونه
ولسمشر غني: د کمانډو ځواکونو شمېر به دوه برابره کړو
افغان ولسمشر وایي د افغان کماندو ځواکونو شمېر به دوه برابره کړي او تشکیل به یې په قول اردو بدل کړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په یوه اعلامیه کې راغلي چې اشرف غني دا څرګندونې تېره شپه له امنیتي او دفاعي مسؤلینو سره د لیدو پر مهال کړي دي، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
اعلامیه د ولسمشر له قوله زیاتوي چې له دې وروسته هېڅ څوک نشي کولی د کوماندو ځواکونو څخه د شخصي ساتونکو په توګه کار واخلي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې امنیتي او دفاعي چارواکو د ځینو امنیتي مسایلو لکه د لا زیاتو امنیتي کمربندونو د جوړولو، د کابل ګارنېزیون په چوکاټ کې د نوې لوای جوړولو، د غیرمسؤلو وسلهوالو څخه د وسلو راټولو، د بې اسنادو او تورو ښيښو موټرو درولو، د کابل د ټرافیکو سیستم کمپیوتري کولو، په کابل ښار کې د امنیتي کمرو لګولو او نورو امنیتي تدابیرو په اړه ولسمشر ته وړاندیزونه ورکړل.
په تېره یوه میاشت کې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې امنیتي پېښي ډېري شوي دي او د چارواکو اندېښنې یې راپارولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ټولګټو چارو وزارت: د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو لېږد زیات شوی دی
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، تیره میاشت یې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره او ۱۳۳ متریک ټنه انتقالات ترسره کړې دي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویتر ویلي، دا صادرات او واردات د حیرتان، اقینې، تورغندۍ او هرات خواف بندرونو له لارې شوي دي.
حق شناس وړاندې ویلي، هڅه کوي سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
له دې وړاندې د طالبانو حکومت د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د لېږد د زیاتیدو خبر ورکړی و.
خو نړیوال بانک د همدې ډیسمبر په څلورمه په یو راپور کې ویلي و، د افغانستان اقتصادي وضعیت له یو بحران سره مخ دی او راتلونکی یې روښانه نه دی.
په راپور کې راغلي و، د افغانستان صادرات د تیرکال پرتله څو چنده ښکته شوي دي.
خو طالبانو د نړیوال بانک راپور رد کړی و.
د مومندو بایزو سیمې اوسیدنکو د ناامنۍ له کبله خپلې مېنې پریښې دي
د خیبرپښتونخوا د مومندو قبایلي ضلعې بایزو سمیې یو شمیر مشران وايي، دې سیمو ته د وسله والو راتګ خلک اړ کړي چې خپلې مېنې پریږدي او کډوال شي.
دغو مشرانو د ډیسمبر۲۲مه د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې ویلي، سیمه ته یې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي ورغلي، او خلک اړ شوي چې له سیمې ګډې بار کړي.
د دغو مشرانو په خبره، "د سیمې خلک یو ځل بیا کډوالیږي او د خپل راتلونکي په اړه ډیر ناهیلي دي ".
د خیبرپښتونخو د مومندو په بایزو کې له وړاندې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې پوځي عملیات ترسره شوي وو، چې له کبله یې هغهمال ډیر خلک نور سیمو ته کډوال شوي وو.
د خیبرپښتونخوا د مومندو ضلعه چې نژدې پنځه لکه خلک په کې ژوند کوي، د افغانستان د ننګرهار ولایت له لالپورې، ګوشتې او مومند ولسوالیو سره نژدې پرته ده چې دواړو خواوو ته په کې مومندانان اوسیږي.
پخوا د دې سیمو ترمنځ تګ لاتګ ډیر عام وو، خو له ۲۰۱۶ کال راهیسې پاکستان د دغو سیمو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورت درلودل لازمي کړي دی.
دوه کاله کیږي افغانې ښځې په ټولو غیردولتي او یو شمیر ادارو کې د کار اجازه نه لري
د طالبانو له خوا په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوه کاله پوره شول.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر په ۲۴مه د یو فرمان په صادرولو سره د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په ټولو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه.
په فرمان کې ویلي شوي و، که هرې موسسې له دې پریکړې سرغړونه وکړه، د فعالیت جواز به یې لغوه شي.
د طالبانو له دې فرمان وروسته، ډیرشمیر هغوو موسسو چې د بشري مرستو په برخه کې یې کار کاوه، خپل فعالیتونه په افغانستان کې وځنډول.
که څه هم د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارول، خو طالبانو خپله پریکړه بدله نه کړه، او لا هم ښځې په ټولو غیردولتي او یو شمیر دولتي ادارو کې د کار اجازه نه لري.
طالبانو د ښځو پر کار د بندیز سربیره، له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.
کریملین: د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ د خبرو کوم پلان نه شته
کریملین وايي، د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ تردې دمه د خبرو کوم پلان نه شته.
ښاغلي ټرمپ پرون د محافظه کارانو لویې غونډې ته وویل، پوتین ده ته ویلي دي چې غواړي ژرترژره خبرې ورسره وکړي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د روسیې تاس خبري آژانس ته وویل په راروانه جنوري میاشت کې د ټرمپ له لوړې مخکې په دې اړوند کومه خبره نه ده شوې.
پر اوکراین د روسیې د یرغل موضوع په دې وروستیو کې چې روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملو ته زور ورکړی، بیا توده شوې ده.
پوتین تېره اونۍ د پوښتنو او ځوابونو په کلنۍ غونډه کې، په دې اړه چې آیا روسیه په احتمالي خبرو کې امتیاز ورکولو ته چمتو ده که نه، څو ځلې ټینګار وکړ چې هېواد یې جوړ جاړي ته تیار دی، خو ورسره یې ګڼ شرطونه هم مطرح کړل.
د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم فصل سیالیو کې دوې مسابقې وشوې
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین دوې مسابقې وشوې.
په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم ټیم دوه د یو په وړاندې د کندهار عینومېنې ته ماتې ورکړه. په بله مسابقه کې د هرات سرخ پوشان خوافي یو د څلورو په وړاندې د هرات د صرافانو ټیم مات کړ. له دې دوو لوبو سره د دغه لیګ د شپږمې اوونۍ مسابقې ختمېږی.
پرون د کابل د جوانان ټیم دوه د یو په وړاندې د فراه عدالت ټیم ته ماتې ورکړه او په بله مسابقه کې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې او د فاریاب د سرسبز یاشلر لوبډلې مسابقه یو- یو مساوي شوه.
د افغانستان د فوټبال د اتلان لیګ څلورم فصل سیالۍ چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د لیندۍ یا قوس له ۱۶مې په هرات کې روانې دي.
په ایران کې د بس او ټانکر په ټکر کې ۹ کسان مړه شول
د ایران په جنوب ختیځ کې لږ تر لږه ۹ کسان هغه وخت مړه شول، چې یو بس موټر د سون توکو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ.
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، په سیستان و بلوچستان ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې مشر محمد مهدي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته ویلي، چې زاهدان ته نږدې په دې پېښه کې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي.
د شنبې په ورځ هم په لرستان ولایت کې یوې درې ته د یوه بس موټر د اوښتو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي وو. تر دې مخکې د سږکال په زمري/ اسد میاشت کې هم ۲۸ پاکستاني زیارت کوونکي چې عراق ته روان وو، د ایران په یزد ولایت کې د دوی د موټر د اوښتو په پېښه کې مړه شوي وو.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ په څلورم فصل سیالیو کې نن دوې لوبې کېږي
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین هم دوې لوبې کېږي.
په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډله د کندهار د عینومېنې له لوبډلې سره څه کم نیم ساعت وروسته (۱۲نیمې) لوبه کوي او په بله مسابقه کې د هرات د صرافانو ټیم د هرات له سرخپوشان خوافي ټیم سره سیالي کوي. له دغو لوبو سره د دغه لیګ د مسابقو شپږمه اوونۍ ختمېږي. پرون د کابل د جوانان ټیم دوه د یو په وړاندې د فراه عدالت ټیم ته ماتې ورکړه او په بله مسابقه کې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې او د فاریاب د سرسبز یاشلر لوبډلې مسابقه یو- یو مساوي شوه.
د افغانستان د فوټبال د اتلان لیګ څلورم فصل سیالۍ چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د لیندۍ یا قوس له ۱۶مې په هرات کې روانې دي.
د سوریې نوی واکمن: ټولې وسلې به د دولت تر کنټرول لاندې شي
د سوریې نوي واکمن احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، پرون یکشنبه ویلي چې ټولې وسلې به د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي.
هغه د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال پر سوریې د لګول شویو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم وکړه.
الشرع وویل، د پوځ پر نوي جوړښت له دفاعي او پوځي چارواکو سره له سلا مشورو وروسته به وسلوالې ډلې د منحلېدو او په پوځ کې د شاملېدو اعلان وکړي.
هغه ویلي چې په سوریه کې به وسلو ته اجازه نه وي، چې څوک یې د دولت له کنټروله بهر له ځان سره وساتي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پر سوریه دې لګول شوي بندیزونه لیرې کړای شي. هیئت تحریر الشام ډلې چې مشري یې احمد الشرع کوي څه باندې دوې اوونۍ د بشارالاسد رژیم نسکور او پر قدرت ولکه ټینګه کړه.
په برازیل کې د الوتکې نسکورېدو په پېښه کې لس مسافر مړه او لس نور ژوبل شوي دي
د برازیل د ملکي دفاع اداره وايي، پرون پر یوه سیاحتي ښار د یوې کوچنۍ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې د الوتکې ټول ۱۰ تنه مسافر او عمله مړه شوې او څه باندې ۱۰ نور کسان پر مځکه ژوبل شوي دي.
د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د خبر له مخې، دغې ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې الوتکه لومړی د یوه کور له دودکش، بیا د یوې ودانۍ له دویم پوړ او بالاخره د ګرځنده ټلیفونونو له یوه دکان سره لګېدلې ده.
دغه پېښه د ګرامادو ښار د استوګنې پر ساحه شوې ده. د الوتکې د نسکورېدو علت لا مشخص نه دی. محلي رسنیو راپور ورکړی، چې د الوتکې مسافر د یوې کورنۍ غړي وو، چې د ریوګرانده دوسول ایالت له یوه ښار څخه سایوپایولو ایالت ته روان وو.
د اسرایل صدراعظم د حوثي یاغیانو پر ضد د اقداماتو خبرداری ورکړ
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون یکشنبه د یمن د حوثي یاغیانو په وړاندې د ځوابي اقدام ګوتڅنډنه وکړه.
دا څرګندونې یې وروسته له هغې وکړې چې دغو یاغیانو پر تل ابیب یو توغندی وویشت.
نتنیاهو خبرداری ورکړ، چې اسرائیل به هغه څه چې ده «د ایران د شرارت د محور» وروستی مټ بللی، په نښه کړي.
حوثي یاغیانو د شنبې په ورځ د اسرائیل یوه تجارتي ساحه په هغه راکټ وویشتله چې دغو یاغیانو بالیتسک توغندی بللی دی. په پېښه کې ۱۶ کسان ټپیان شول او ګڼ کسان اړ شول له خپلو کورونو ووځي.