افغانستان
چارواکي: ارزګان کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي

د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان ملا ادم په ګډون ۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په دغه ولایت کې د لومړي کنډک قوماندان ملک زین الله نن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه وسله والو طالبانو او شمېر نورو ملګرو یې تېره شپه د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د افغان امنیتي ځواکونو پراکملاتي کاروان بریدونه وکړه چې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سرمخ شوي او درې کسان يې نور ټپيان شوي هم دي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی نن سهار د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په شمالي برخه کې هم عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې یو کېلومتره سیمه له وسله والو طالبانو څخه تصفیه شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د یوناما د ماموریت غځولو په اړه غونډه کیږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه، د کب ۲۷مه) د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي.
په یوه راپور کې چې پرون د امنیت شورا پر ویبپاڼه خپور شو ویل شوي چې د وړاندیز شوي پریکړه لیک د مسودې له مخې د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ مې پورې وغځول شي. د راپورله مخې د دې پریکړه لیک د مسودې په متن کې په افغانستان کې د یوناما په دندو او لومړیتونو کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې شورا ټولو غړو یې ملاتړ کړی دی.
بشري حقوق په تېره د ښځو او نجونو حقونه، سوله او امنیت، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت، تروریزم، مخدر مواد، د سپکو او درنو وسلو قاچاق، د کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو او د طبیعي پيښو اغیز هغه موارد دي چې د یوناما ماموریت په افغانستان کې تمرکز پرې کوي. یوناما خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره داسې مهال غځوی چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې نیم کاله اوښتي دي خو سرپرست حکومت یې د نړۍ هیڅ هیواد تراوسه په رسمیت نه دی پیژندلی.
له بشري حقونو او په تېره د ښځو له حقونو سرغړونې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندنې پر وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.
د خبریال ملي ورځ; راپور وايي د تېر کال پرتله د خبریالانو پر وړاندي ۲۴ سلنه سرغړونې زیاتې شوي

نن د کب ۲۷ مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځ ده او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو په هېواد کې د رسنیو او خبریالانو د وضعیت له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ۱۴۰۳ کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د ازادۍ د وضعیت په اړه د راپور په خپرولو زیاته کړې چې په تېرو ۱۲ میاشتوکې یې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د سرغړونو لږ تر لږه ۱۷۲ پېښې ثبت کړې دي.
د راپور له مخې په دې پېښو کې د «حاکمې ادارې» له خوا د تازه محدودیتونو د لګولو له امله د ۵۰ خبریالانو د نیولو او د ۲۲ رسنیو د فعالیتونو ځنډول هم شامل دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تل ویلي چې د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې له رسنیو او خبریالانو ملاتړ کوي.
خو د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په روان لمریز کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې پېښې د تېر کال په پرتله چې هغه مهال۱۳۹ پېښې ثبت شوې وې، ۲۴ سلنه زیاتې شوې دي.
په دغه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ د کب په ۲۶مه او (د کب ۲۷مې) د خبریالانو د ملي ورځې په مناسبت خپور شوی په کې راغلي چې په۱۴۰۳ کال کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د نوي قانون په پلي کېدو د طالبانو محتسبینو د رسنیو د کارکوونکو په ګډون د خلکو لپاره د باید او نه باید مقررات وضع او په ځینو مواردو کې یې د دوی د استخباراتو ادارې سره په ګډه له رسنیو او د خبریالانو په وړاندې په مستقیمه توګه اقدام کړی دی.
افغان او پاکستاني سوداګر او مشران نن بیا د تورخم د پرانستو پر سر جرګه کیږي

ټاکل شوې د افغانستان او پاکستان سوداګر نن ماسپښین مهال یوځل بیا د تورخم لارې د پرانستو پر سر سره جرګه شي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رسنیو ته ویلي چې نننیو خبرو کې به د دوی له خوا ۲۷ سوداګر او د پاکستان له خوا ۳۷ سوداګر او قومي مشران ګډون کوي.
دوی تېره اونۍ هم د دغې لارې د خلاصون پر سره سره ناست وو او د دواړو هېوادونو له حکومتونو یې د تورخم د خلاصېدو غوښتنه وکړه، خو خبرو یې لا پایله ورنه کړه.
هغه مهال د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ د ګډو خونو مسول خانجان الکوزي وویل، پاکستانی لوري په دې شرط تورخم خلاصوي چې هلته افغان لوری د تاسیساتو جوړول پای ته ورسوي.
تورخم لاره د همدې تاسیساتو پر سر د شخړو له کبله د فبرورۍ له ۲۱مې راهیسې بنده ده چې خلکو او سوداګرو ته یې ډېر زیانونه اوښتي دي.
څو ځله دواړو خواوو درنې او سپکې ډزې هم سره تبادله کړي چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولې او ګڼ خلک یې بې ځایه کړي دي.
افغانستان کې د ۷۹ کلن بریتانوي زنداني روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی

په افغانستان کې د نهه اویا کلن بریتانوي پیټر رینولډز، چې له خپلې میرمنې باربي سره یوځای زنداني شوی، ژوند له خطر سره مخامخ دی.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې دغه خبره د دغې جوړې د لور سارا اینټویسټل په حواله پرون یکشنبه کړې ده.
سارا ویلي، پلار یې د زړه دوامداره درمل خوري او په خبره یې روغتیایي وضعیت یې وروسته تر هغه ډېر خراب شوی چې تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې یوه زندان ته لېږدول شوی دی.
سارا ویلي، د پلار سینه او دواړه سترګې یې مکروبي شوي او د سمې نه تغذیې له کبله یې د هاضمې سیستم هم له ستونزو سره مخ شوی دی.
ویل شوي چې له زندانه مخکې پر دغه بریتانوي وګړي د زړه یوه وړه حمله هم راغلې ده.
طالبانو تېره میاشت تایید کړه چې دغه بریتانوي جوړه یې چې د راپورونو له مخې افغانستان کې يې خیریه کارونه کول، په بامیانو ولایت کې نیولې ده.
افغان ساحلي فټبال لوبډلې له جاپانه په دوستانه لوبه کې ماتې وخوړه

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملې لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې له جاپان څخه د ۲ د ۶ په مقابل کې ماتې وخوړه.
دا لوبه پرون شنبې په ټایلند کې ترسره شوه. د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو د ساحلي فوټبال جام سیالیو کې د ګډون په موخه تیره دوشنبې تایلند ته تللې ده. افغانستان له دې مخکې د تیرې جمعې په ورځ د عربستان لوبډلې ته د ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړې وه.
د اسیا د ملتونو د ساحلي فوټبال سیالۍ د روانې مارچ میاشتې په شلمه د تایلند په کوربتوب پیلږي چې پر افغانستان سربیره د ډیر شمیر اسیايي هېوادونو لوبډلو پکې ګډون کړی دی.
امین ګنډاپور: پولیس دې پر مفتي منیر شاکر د حمله کوونکو پر ضد جدي اقدامات وکړي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت اعلي وزیرعلي امین ګنداپور پردیني عالم مفتي منیرشاکر خونړی برید په کلکه وغانده او له پولیسو یې وغوښتل چې د دې برید د عاملانو د په نښه کولو او نیولو لپاره جدي اقدام وکړي.
د خيبر پښتونخوا ديني عالم مفتي منير شاکر پرون شنبې د پېښور په ارمړ سيمه کې په يوه بمي چاودنه کې ټپي شوی وچې وروسته یې په یوه روغتون کې ساه ورکړه. تر اوسه چا یا کومي ډلې پر مفتي شاکر د بريد مسوليت نه دی اخیستی. مفتي منیر شاکر په وروستيو کلونو کې په خپلو جنجالي ديني بيانونو سره ډېر شهرت موندلی وو. هغه د پښتون ژغورنې له غورځنګ (پي ټي اېم) سره خواخوږي څرګندونه کړې وه او ډیرځل یې په غونډو کې ليدل کېده. نوموړي د پاکستان د پوځ پر تګلارو هم نيوکې کولې.
امنیت شورا به د یوناما ماموریت یو کال نور تمدید کړي

ټاکل شوې ده د ملګروملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر- یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره تمدید کړي.
په یوه راپور کې چې پرون د امنیت شورا پر ویبپاڼه خپور شو ویل شوي چې د وړاندیز شوي پریکړه لیک د مسودې له مخې د یوناما ماموریت به د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر ۱۷ مې پورې وغځول شي. د راپورله مخې د دې پریکړه لیک د مسودې په متن کې په افغانستان کې د یوناما په دندو او لومړیتونو کې کوم بدلون نه دی راغلی او د دې شورا ټولو غړو یې ملاتړ کړی دی.
بشري حقوق په تېره د ښځو او نجونو حقونه، سوله او امنیت، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعیت، تروریزم، مخدر مواد، د سپکو او درنو وسلو قاچاق، د کورنیو بې ځایه شویو او کډوالو او د طبیعي پيښو اغیز هغه موارد دي چې د یوناما ماموریت په افغانستان کې تمرکز پرې کوي. یوناما خپل ماموریت د یوه بل کال لپاره داسې مهال غځوی چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې درې نیم کاله اوښتي دي خو سرپرست حکومت یې د نړۍ هیڅ هیواد تراوسه په رسمیت نه دی پیژندلی.
له بشري حقونو او په تېره د ښځو له حقونو سرغړونې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندنې پر وړاندې لوی خنډ بلل کیږي.
طالبان: شاوخوا ۱۱ زره افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وايي، شاوخوا ۱۱ زره افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي.
عبدالرحمن راشد د شنبې په ورځ له شمشاد خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وویل، "دوه زره او پنځه سوه افغانان په پاکستان او اته زره نور په ایران کې بندیان دي".
د راشد په ټکو، "تراوسه نږدې ۶ زره بندیان د دې هېوادونو له زندانونو ازاد او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي ".
هغه وړاندې په خپلو خبرو کې ویلي، دواړه هېوادونو ژمنه کړې چې یو زرو پنځه سوه بندیان به د طالبانو حکومت ته سپاري.
خو ښاغلي راشد په دې اړه څه ونه ویل چې دا افغانان په کوم جرم زنداني شوي او کله به افغانستان ته رانتقالیږي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د اروپايي ټولنې په بسپنو یې د سلګونه زره افغانانو ملاتړ کړی دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM وایي، د اروپایي ټولنې د سخاوتمندانه بسپنو پرمټ یې په افغانستان کې د سلګونه زره زیانګالو کسانو لاسنیوی کړی دی.
د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې نن (د کب ۲۵مه) په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې په دې هیواد کې د اروپایي ټولنې د مدني خوندیتوب او بشري مرستو د چارو د مشر فرانسوا ګومانز یو بیان خپور کړې دی چې وايي، د اروپایي ټولنې بشري مرستو IOM ته دا امکان برابر کړی دی چې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې فعالیتونو ته دوام ورکړي او د سلګونو زرو هغو افغانانو چې مرستو ته سخت اړدي، لاسنیوی وکړي.
په بیان کې تر ټولو ډېر زیانګالي افغانان چې بیړنۍ او نورې مرستې یې ترلاسه کړي، بیرته راستانه شوي کډوال او د زلزلې له امله زیانمن شوي کسان ښودل شوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د دغو افغانانو شمیر نژدې دوه لکه کسان ښودلی او ویلي یې دي چې ورسره د شویو بیړنیو او د خوندیتوب د نورو مرستو هدف دادی چې له دوی سره د باعزته ژوند په رغولو کې مرسته وکړي.
افغان سوک وهونکی زکریا زماني له خپل روس سیال سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې ده چې افغان سوک وهونکی محمد زکریا زماني نن له خپل روسي سیال سره مخامخ شي.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه کې هیله څرګنده کړې چې د روژې د مبارکې میاشتې په دې شپه به د افغانستان لپاره یوه لویه بریا ترلاسه کړي.
دا مسابقه د ایرو ایشا اتلولۍ د سیالیو په ترڅ کې کیږي. د سوک وهنې دا لوبه لس پړاوونه (رونډونه) لري چې هر یو یې درې دقیقې دوام کوي.
ښاغلي زماني مخکې ویلي و، چې دی به د دریو روسي سوک وهونکو له ترټولو غوره سوک وهونکي سره چې لس پرله پسې سیالۍ یې ګټلي، مخامخ شي. په خپله زماني تراوسه ۱۱ مسابقې ترسره کړي چې اته یې ګټلې دي.