د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ تله ۱۳۹۶ کابل ۰۸:۲۸

واشنګټن کې پر ځينو جمهوري غوښتونکو سیاستوالو ډزې شوي


یوه وسله وال کس د امریکا متحده یالتونو له پلازمېنې واشنګتن بهر پر ځینو جمهوري غوښتونکو سیاستوالو ډزې کړي دي.

د استازیو جرګې غړي مو بروکس رسنیو ته ویلي چې وسله وال کس د ویرجینیا ایالت په الکسندریه سیمه کې نن شاوخوا اته نیمې بجې هغه وخت په جمهوري غوښتونکو سیاستوالو ډزې وکړې چې هغوی د بېسبال لوبه کوله.

پولیسو او د پېښې عیني شاهدانو ویلي چې د کانګرس مخکښ جمهوري غوښتونکی غړی سټیف سکلیس د پېښې د ټپیانو تر منځ دی.

د استازیو جرګې غړي بروکس ویلي داسې ښکارېده چې حمله کوونکی یو سپین پوستی و.

امنیتي ځواکونو هم وروسته له هغه په حمله کوونکي ډزې کړي چې هغه شاوخوا شل واره ډزې وکړې.

د بېسبال د لوبې پر مهال په سیمه کې شاوخوا شل تر پنځه ویشت جهموري غوښتونکي سیاستوال حاضر و.

XS
SM
MD
LG