د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

په لومړی ځل د ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونې سیالۍ پيلېږي


ټاکل شوې چې د لومړي ځل لپاره د یو شمېر ولایتونو د نجونو تر منځ د بایسکل ځغلولو سیالۍ تر سره شي.

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون مشر عبدالصادق صادقي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالۍ د سرطان په ۲۳ مه پیلېږي چې به په‌کې له کابل، بلخ، هرات او بامیان ولایتونو نجونې ګډون وکړي.

صادقي وویل چې دغه سیالۍ به په دوو مرحلو کې، د کابل ـ بامیان او بامیان ـ بند امیر پورې تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG