د لاسرسي لېنکونه

مسؤلین: ولسمشر غني صنعتکارانو ته د صنایعو خونې جوړول منظور کړی


د افغانستان د صنعت‎کارانو د ټولنې مسؤلین وایي چې ولسمشر د صنعت‎کارانو د فعالیتونو د پراختیا په هدف د صنایعو خونې جوړول منظور کړی دی.

د دغې ټولنې مشر شیرباز کمین‎زاده نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې خونې په جوړېدو سره به د صنعت‎کارانو ډېرې ستونزې هوارې او کارونه او فعالیتونه به‌یې پراخ شي.

ښاغلی کمین‎زاده وايي چې د ملي وحدت حکومت تل هڅه کړې چې افغان صنعت‎کارانو ته د دوی د هڅونې په خاطر لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG