خبرونه
دفاع وزارت وايي ٤٤ وسلوال مخالفان وژل شوي دي
د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ٤٤ دولت ضد وسلوال وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د عامه چارو عمومي مدير ډګروال محمد اسحاق پيمان ازادۍ راډيو ته وويل:
”د اتلسو پلان شويو عملياتو په نتيجه کې ٤٤ تروريستان په دغو ولايتونو کې وژل شوي، له دې جملې د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د قوماندان امان اله په نوم د دوى مشر هم په وژل شويو کې شامل دى“
دفاع وزارت وايي د ملي اردو په دغو عملياتو کې ٢١ نور تروريستان ټپيان شوي هم دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
شمالي کوریا اوکرایین ته د پوځیانو او وسلو پر انتقال له روسیې سره په ګډه کار کوي
د جنوبي کوریا پوځ وايي، داسې ښکاري چې شمالي کوریا د اوکرایین په جګړه کې د روسیې په ګټه د خپلو پوځیانو او وسلو په تیارۍ لیګا ده.
جنوبي کوریا ویلي، شمالي کوریا غواړي ډیر شمیر پوځیان، بې پیلوټه الوتکې او نورې وسلې روسیه ته ورکړي، څو د اوکرایین په جګړه کې ترې ګټه واخلي.
د ازادي راډیو د مرکزي څانګې د راپور پر بنسټ، د جنوبي کوریا لوی درستیز د دوشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل، شمالي کوریا تراوسه ۲۴۰ میلي متره توغندي، ۱۷۰ میلي متره خودکاره توغندي، لېرې واټن وشتونکې توغندي، زرهي موټرې او نور پوځي تجهیزات روسیې ته سپارلي دي.
لودیز او جنوبي کوریا په ګډه تایید کړې چې دا مهال په اوکرایین کې د شمالي کوریا ۱۲زره پوځیان د روسیې په ګټه جنګیږي.
د جنوبي کوریا د امنیت ادارې تیره اونۍ ویلي و، په اوکرایین د شمالي کوریه شاوخوا سل تیري وژل شوي او له زرو ډیر نور ټپیان دي.
شمالي کوریا د دوستانه ستراتیژایک هوکره لیک له مخې اوکرایین ته له روسیې پوځیان ګډ خپل پوځیان لیږلي او د اوکرایین پرضد جګړه کوي
ترامپ: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل وحشتناکه وو
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالد ټرامپ یو ځل بیا له افغانستانه د امریکا ځواکونو وتل وحشتناکه یاد کړي او ژمنه یې کړې چې د خپل هېواد پوځي ځواک به پیاوړی کوي.
هغه چې د یکشنبې په ورځ د (ډیمسبر۲۲مه) د امریکا د متحده ایالتونو د اریزونا ایالت په فېنکس سیمه کې خپلو پلویانو ته وینا کوله وویل، "هیچا د هغو وسلو یادونه چې د بایډن ادارې په افغانستان کې پرېښودې او هغه سرتیري چې په هوايي ډګر کې ووژل شول، ونه کړه خو زه دا ټول یادوم ".
هغه د بایډن پر حکومت نیوکه وکړه چې د میلیونو ډالرو په ارزښت امریکايي وسلې یې طالبانو ته پرېښودې.
ټرامپ وړاندې وویل، "له بده مرغه موږ د هغوو وسلوو لویه برخه افغانستان کې پرېښوده، تاسې باور کولی شئ، دا څومره وحشتناکه ده ".
ټرامپ د خپل پوځ د پیاوړي کیدو په اړه وویل، "زه به داسې خپل پوځ بیرته راجوړ او پیاوړی کړم چې هیڅ کله له دې وړاندې نه وو ".
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ چې تمه ده د جنورۍ په شلمه سپینې ماڼۍ ته د دویم ځل لپاره د امریکا د متحده ایالاتونو د ولسمشر په توګه ستون شي، په ځلونو یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر کړنلارې نیوکې کړي دي.
هغه له دې وړاندې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویلي وو، که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو پر مهال زه ولسمشر وای، ما به هیڅ امریکايي وسلې طالبانو ته نه وې پرېښې.
د ټولګټو چارو وزارت: د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو لېږد زیات شوی دی
د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، تیره میاشت یې د افغانستان د ریل پټلۍ له لارې ۴۵۲ زره او ۱۳۳ متریک ټنه انتقالات ترسره کړې دي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د دوشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویتر ویلي، دا صادرات او واردات د حیرتان، اقینې، تورغندۍ او هرات خواف بندرونو له لارې شوي دي.
حق شناس وړاندې ویلي، هڅه کوي سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
له دې وړاندې د طالبانو حکومت د ریل پټلۍ له لارې د تجارتي مالونو د لېږد د زیاتیدو خبر ورکړی و.
خو نړیوال بانک د همدې ډیسمبر په څلورمه په یو راپور کې ویلي و، د افغانستان اقتصادي وضعیت له یو بحران سره مخ دی او راتلونکی یې روښانه نه دی.
په راپور کې راغلي و، د افغانستان صادرات د تیرکال پرتله څو چنده ښکته شوي دي.
خو طالبانو د نړیوال بانک راپور رد کړی و.
د مومندو بایزو سیمې اوسیدنکو د ناامنۍ له کبله خپلې مېنې پریښې دي
د خیبرپښتونخوا د مومندو قبایلي ضلعې بایزو سمیې یو شمیر مشران وايي، دې سیمو ته د وسله والو راتګ خلک اړ کړي چې خپلې مېنې پریږدي او کډوال شي.
دغو مشرانو د ډیسمبر۲۲مه د ازادي راډیو مشال څانګې سره په خبرو کې ویلي، سیمه ته یې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي ورغلي، او خلک اړ شوي چې له سیمې ګډې بار کړي.
د دغو مشرانو په خبره، "د سیمې خلک یو ځل بیا کډوالیږي او د خپل راتلونکي په اړه ډیر ناهیلي دي ".
د خیبرپښتونخو د مومندو په بایزو کې له وړاندې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې پوځي عملیات ترسره شوي وو، چې له کبله یې هغهمال ډیر خلک نور سیمو ته کډوال شوي وو.
د خیبرپښتونخوا د مومندو ضلعه چې نژدې پنځه لکه خلک په کې ژوند کوي، د افغانستان د ننګرهار ولایت له لالپورې، ګوشتې او مومند ولسوالیو سره نژدې پرته ده چې دواړو خواوو ته په کې مومندانان اوسیږي.
پخوا د دې سیمو ترمنځ تګ لاتګ ډیر عام وو، خو له ۲۰۱۶ کال راهیسې پاکستان د دغو سیمو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورت درلودل لازمي کړي دی.
دوه کاله کیږي افغانې ښځې په ټولو غیردولتي او یو شمیر ادارو کې د کار اجازه نه لري
د طالبانو له خوا په غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز دوه کاله پوره شول.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډیسمبر په ۲۴مه د یو فرمان په صادرولو سره د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په ټولو غیردولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګوه.
په فرمان کې ویلي شوي و، که هرې موسسې له دې پریکړې سرغړونه وکړه، د فعالیت جواز به یې لغوه شي.
د طالبانو له دې فرمان وروسته، ډیرشمیر هغوو موسسو چې د بشري مرستو په برخه کې یې کار کاوه، خپل فعالیتونه په افغانستان کې وځنډول.
که څه هم د طالبانو له خوا د ښځو پر کار بندیز کورني او نړیوال غبرګونونه راوپارول، خو طالبانو خپله پریکړه بدله نه کړه، او لا هم ښځې په ټولو غیردولتي او یو شمیر دولتي ادارو کې د کار اجازه نه لري.
طالبانو د ښځو پر کار د بندیز سربیره، له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ بندیز لګولی دی.
کریملین: د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ د خبرو کوم پلان نه شته
کریملین وايي، د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ ترمنځ تردې دمه د خبرو کوم پلان نه شته.
ښاغلي ټرمپ پرون د محافظه کارانو لویې غونډې ته وویل، پوتین ده ته ویلي دي چې غواړي ژرترژره خبرې ورسره وکړي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن د روسیې تاس خبري آژانس ته وویل په راروانه جنوري میاشت کې د ټرمپ له لوړې مخکې په دې اړوند کومه خبره نه ده شوې.
پر اوکراین د روسیې د یرغل موضوع په دې وروستیو کې چې روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملو ته زور ورکړی، بیا توده شوې ده.
پوتین تېره اونۍ د پوښتنو او ځوابونو په کلنۍ غونډه کې، په دې اړه چې آیا روسیه په احتمالي خبرو کې امتیاز ورکولو ته چمتو ده که نه، څو ځلې ټینګار وکړ چې هېواد یې جوړ جاړي ته تیار دی، خو ورسره یې ګڼ شرطونه هم مطرح کړل.
د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم فصل سیالیو کې دوې مسابقې وشوې
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین دوې مسابقې وشوې.
په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم ټیم دوه د یو په وړاندې د کندهار عینومېنې ته ماتې ورکړه. په بله مسابقه کې د هرات سرخ پوشان خوافي یو د څلورو په وړاندې د هرات د صرافانو ټیم مات کړ. له دې دوو لوبو سره د دغه لیګ د شپږمې اوونۍ مسابقې ختمېږی.
پرون د کابل د جوانان ټیم دوه د یو په وړاندې د فراه عدالت ټیم ته ماتې ورکړه او په بله مسابقه کې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې او د فاریاب د سرسبز یاشلر لوبډلې مسابقه یو- یو مساوي شوه.
د افغانستان د فوټبال د اتلان لیګ څلورم فصل سیالۍ چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د لیندۍ یا قوس له ۱۶مې په هرات کې روانې دي.
په ایران کې د بس او ټانکر په ټکر کې ۹ کسان مړه شول
د ایران په جنوب ختیځ کې لږ تر لږه ۹ کسان هغه وخت مړه شول، چې یو بس موټر د سون توکو له یوه ټانکر سره ټکر وکړ.
د فرانسې خبري اژانس د خبر له مخې، په سیستان و بلوچستان ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې مشر محمد مهدي د ایران دولتي اژانس ایرنا ته ویلي، چې زاهدان ته نږدې په دې پېښه کې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي دي.
د شنبې په ورځ هم په لرستان ولایت کې یوې درې ته د یوه بس موټر د اوښتو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي وو. تر دې مخکې د سږکال په زمري/ اسد میاشت کې هم ۲۸ پاکستاني زیارت کوونکي چې عراق ته روان وو، د ایران په یزد ولایت کې د دوی د موټر د اوښتو په پېښه کې مړه شوي وو.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ په څلورم فصل سیالیو کې نن دوې لوبې کېږي
د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم فصل د سیالیو په لړ کې نن ماسپښین هم دوې لوبې کېږي.
په لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډله د کندهار د عینومېنې له لوبډلې سره څه کم نیم ساعت وروسته (۱۲نیمې) لوبه کوي او په بله مسابقه کې د هرات د صرافانو ټیم د هرات له سرخپوشان خوافي ټیم سره سیالي کوي. له دغو لوبو سره د دغه لیګ د مسابقو شپږمه اوونۍ ختمېږي. پرون د کابل د جوانان ټیم دوه د یو په وړاندې د فراه عدالت ټیم ته ماتې ورکړه او په بله مسابقه کې د سرپل خدیم اف سي لوبډلې او د فاریاب د سرسبز یاشلر لوبډلې مسابقه یو- یو مساوي شوه.
د افغانستان د فوټبال د اتلان لیګ څلورم فصل سیالۍ چې ۱۲ لوبډلې په کې برخه لري، د لیندۍ یا قوس له ۱۶مې په هرات کې روانې دي.
د سوریې نوی واکمن: ټولې وسلې به د دولت تر کنټرول لاندې شي
د سوریې نوي واکمن احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، پرون یکشنبه ویلي چې ټولې وسلې به د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي.
هغه د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په ګډ خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال پر سوریې د لګول شویو د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه هم وکړه.
الشرع وویل، د پوځ پر نوي جوړښت له دفاعي او پوځي چارواکو سره له سلا مشورو وروسته به وسلوالې ډلې د منحلېدو او په پوځ کې د شاملېدو اعلان وکړي.
هغه ویلي چې په سوریه کې به وسلو ته اجازه نه وي، چې څوک یې د دولت له کنټروله بهر له ځان سره وساتي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې پر سوریه دې لګول شوي بندیزونه لیرې کړای شي. هیئت تحریر الشام ډلې چې مشري یې احمد الشرع کوي څه باندې دوې اوونۍ د بشارالاسد رژیم نسکور او پر قدرت ولکه ټینګه کړه.