د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۸ تله ۱۳۹۶ کابل ۱۰:۲۶

عراق کې ځانمرګي بريد ٢٠ کسان وژلي


د عراق امنيتي او روغتيايي چارواکي وايي، د پلازمېنې بغداد په جنوبي برخه کې په ځان وژونکي بريد کې لږ تر لږه ٢٠ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

حمله کوونکي نن د مَسيِب ښارګوټي د مرکزي برخې په يوه مارکيټ کې په ځان پورې منفجره مواد وچوول.

د دې حملې مسووليت داعش ډلې منلى دى.

XS
SM
MD
LG