افغان حکومت وايي چې د کابل پروسې له کنفرانسه يې د توقع خلاف مثبتې لاس ته راوړنې درلودې.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد وايي چې که څه هم په دې کنفرانس کې له ترورېزم څخه د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په اړه اسنا او شواهد وړاندې نه شول خو ټولو ګډون کوونکو هېوادونو ته قناعت ورکړل شو چې د ترهګرو په تمویلوونکو هېوادونو به خپل فشارونه زیاتوي.
له ښاغلي ازاد سره د ازادي راډيو خبریال اکرام الله اکرام مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې کوم توقعات چې د کابل پروسې له کنفرانسه افغان حکومت درلودل ترلاسه شول کنه، نجیب ازاد وویل: