د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په یوه دوستانه لوبه کې مالدیف ته دوه د یو پر وړاندې ماته ورکړه.
د دواړو ټیمونو تر منځ دا لوبه پرون سې شنبه په دوبۍ کې تر سره شوه.
په دوبۍ کې د دې لوبې نندارې ته راټولو شویو افغان نندارهچیانو د خپل ټیم په بریالیتوب خوښي وکړه.
له مالدیف سره د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم دا دوستانه لوبه له کمبودیا سره د رسمي لوبې د تر سره کولو د چمتووالي یوه برخه ده.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم مدیر علي عسکر لعلی وايي، د جون په اتمه نېټه به د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له کمبودیا سره د رسمي لوبې لپاره هغه هېواد ته ولاړ شي.
د اسیايي هیوادونو د فوټبال د اتلولیو په مقدماتي سیالیو کې افغانستان په «C» ډله کې له اردن، کمبودیا او ویتنام سره یوځای دی.