د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

نیویارکر: ولې نورځواکونه له افغانستان سره مرسته نه‎شي کولای؟


افغان ولسمشر اشرف غني وایي، ګاونډي هېواد پاکستان د افغانستان په وړاندې یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده.

بلومبرګ خپرونه خپل مطلب د افغان ولسمشر پردغو څرګندونو چې د سې شنبې په ورخ یې په کابل کې د سولې په اړه د کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې کړي پیلوي او لیکي:

د ولسمشر غني دغه ادعا دا پیغام ورکوي چې د ناټو او افغان ځواکونو لپاره څومره ګرانه ده چې وسله‎وال طالبان او نورې یاغي ډلې ماتې کړي.

د بلومبرګ په وینا د هغو ډلو چې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان په خاوره کې پناه ځایونه لري.

بلومبرګ وړاندې لیکي:

غني پر نړیوالو غږ وکړ چې د دولت ملاتړي ترورېزم د پای ته رسولو لپاره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

هغه وویل، په وروستیو دوو کلونو کې ۱۱ زره بهرني وسله‎وال افغانستان ته ننوتي چې د اسلامي دولت ډلې لپاره جګړه وکړي او زیاته یې کړه چې په همدغو دو ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې له ۷۵ زرو زیات افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

خپرونه په کابل کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ته چې د قربانیانو شمېر یې له ۱۵۰ تنو زیات شوی، په اشاره لیکي:

که څه هم د دغې چاودنې مسؤلیت چا یا کومې وسله‎والې ډلې په غاړه نه‎دی اخیستی خو افغان امنیتي چارواکو هغه د حقاني شبکې کار بللی چې په وینا یې د پاکستان د استخباراتو د ادارې په لارښونه او مرسته یې ترسره کړې ده.

خو پاکستان لکه د تل په څېر د کابل دغه ادعاوې رد کړي او هغه یې بې بنسټه بللې دي.

بلومبرګ دغه راز د سولې په اړه هم د ولسمشر غني د تېرې ورځې څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، له طالبانو سره غواړي سوله وکړي خو د سولې دغه وربه د تل لپاره پرانیستی نه وي.

هغه ویلي که طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کښیني کولای شي چې د ځان لپاره یو دفتر پرانیزي خو دا به د دوی لپاره وروستی چانس وي.

نیویارکر:

ولې نورځواکونه له افغانستان سره مرسته نه‎شي کولای، نیویارکر ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې د افغانستان د چارو د څیړونکي بارنیت روبین په قلم مقاله خپره کړي او له یو لړ څرګندونو وروسته لیکي:

د کابل د چاودنې مسؤلیت نه طالبانو په غاړه اخیستی او نه هم داسې شواهد په ډاګه شوی چې هغه دې د داعش کار وي خو که هدف یې د جرمني سفارت یا هم د امریکا او ناټو تأسیسات و، ښایي هغه د ټرمپ د ادارې او د ناتو د متحدینو له راتلونکو پریکړو سره چې ایا نور ځواکونه افغانستان ته واستوي او کنه، تړلې وي.

د روبین په باور دغې چاودنې چې د افغانستان حکومت او نړیوال ملاتړي یې هدف و، ډېر زیان خلکو او د خلکو ملکیتونو ته ورساوه.

نیویارکر وړاندې لیکي:

هغه نوي ځواکونه به چې امریکایي جنرالانو یې وړاندېز ټرمپ ته کړی دی، ونه‎شي کړای چې دې دا ډول پېښو مخه ونیسي.

د لیکوال په باور، نور ځواکونه، نور روزنکي، زیاته بمباري او ډیرې پیسې به ښایي د جګړې په لومړیو کرښو کې پر وضعیت یو څه اغېز وکړي خو اصلي ستونزې د جګړې په لومړیو کرښو کې نه بلکه ترشا یې پرتې دي. لیکوال عمده ستونزې داسې کتار کړي:

په افغان حکومت کې سیاسي اختلافات، پناه ځایونه چې افغان طالبان یې په پاکستان کې لري او هغه دښمني چې د سیمې ډېر هېوادونه یې په افغانستان کې د امریکا د حضورد دوام په وړاندې لري.

XS
SM
MD
LG