د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

واشنګټن کې د افغانانو پر لاريون د اوټلوک انډيا مقاله


نشنل انټرسټ:

نشنل انټرنسټ خپرونې چې له امرېکا خپرېږي، تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې: ايا ټرمپ کولاى شي د افغانستان د خونديتوب لپاره پر يوه هر اړخېزه ستراتيژۍ سلا شي؟

د ليکنې په پيل کې راغلي د ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان او پاکستان په اړه د خپلې ستراتيژۍ د اعلان په وروستيو پړاوونو کې ده.

داسې ښکاري چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو د لږ شمېر ځواکونو پر زياتولو ګډ توافق شته چې د افغان ځواکونو په روزنه، سلا مشوره او همکارۍ کې يې ونډه پراخه شي.

د خپرونې په حواله پر ځينو نورو انتخابونو هم غور روان دى، له دې جملې د پاکستان په وړاندې د سخت سياست غوره کول او دا حتمال چې په پاکستان کې د بې پېلوټه الوتکو په مرسته د حملو نوى کمپاين پيل شي، په نهايت کې دا انتخاب چې پاکستان د ټرورېزم د ملاتړي هېواد په توګه اعلان شي.

نشنل انټرسټ د ليکنې په يوه برخه کې زياتوي، که افغانستان زموږ له لاسه وځي په دغه هېواد کې د ايران د نفوذ د زياتېدو خطر شته چې په افغانستان کې منځ مهاله او اوږدمهاله ګټې لري.

د خپرونې په حواله ايران په ٢٠١٦میلادي کال کې د افغانستان تر ټولو لوى تجارتي شريک شو چې بل ګاونډى هېواد پاکستان يې تر خپلې شعاع لاندې راوست.

په ٢٠١٦م کال کې ايران ته د افغانستان د صادراتو اندازه ٢٠ مليونو ډالرو ته رسېدلې وه، خو له ايرانه افغانستان ته واردات يو اعشاريه ٨ ملياردو ډالرو ته رسېده.

حال دا چې تر هغه مخکې کال ٢٠١٥م کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو اندازه ٢٢٦ میليونه ډالره اټکل شوې، خو له پاکستان د وارداتو اندازه هغه کال ١ اعشاريه ٣٥ مليارډو ډالرو ته رسېدلې وه.

اوټلوک انډيا (Outlook India):

هندۍ ورځپاڼې اوټلوک انډيا په خپله تازه ګڼه کې د امريکا متحدو ايالتونو په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د افغانانو پر لاريون ليکنه خپره کړې چې په کابل کې د چهارشنبې ورځې د حملې په تړاو رابلل شوى و.

دغه حمله د کابل په يوه ډيپلوماټيکه ساحه کې شوې وه چې په نتيجه کې يې د ورځپاڼې په حواله ٩٠ کسان وژل شوي او تر ٣٥٠ زيات نور ټپيان شوي دي.

د ورځپاڼې په ليکنه د لاريون برخوالو چې پر ځايي وخت د جمعې په ماسپښين په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان د سفارت مخې ته راټول شوي وو، غوښتنه درلوده چې د کابل په هغه حمله کې د خپل رول له کبله دې پاکستان د تروريستي هېواد په توګه اعلان شي.

اوټلوک انډيا ورځپاڼې ليکلي، د لاريون برخوالو وويل، د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) – د داعش تروريستي سازمان ته ورته ده.

XS
SM
MD
LG