د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

یو شمېر امریکايي سمندري ځواکونه له افغان ځواکونو سره سنګین ته لاړل

يو شمېر امریکایې سمندري ځواکونو د ۲۱۵میوند قول اردو د یوه تازه فارغ شوي کن‌‌‌‌‌‌ډک د سرتېرو سره د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته ولاړل چې د دوی سره په عملیاتو کې د هوایي ملاتړ او استخباراتي معلوماتو په برخه کې مرسته وکړي.
دغه ‌‌‌‌‌‌ډله تازه فارغ شوي افغان سرتېري به په سنګین کې عملیات وکړي چې د حکومت دلاسه د وتلو سیمو ځينې یې بېرته له وسله والو څخه ونیسې.
دا وروسته له ۲۰۱۴ کال نه د بهرنیو ځواکونو لومړې ‌‌‌‌‌‌ډله ده چې بیا د افغان ځواکونو سره سنګین ولسوالۍ ته ځي.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي له هغه ځایه دا انځوریز راپور برابر کړی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG