خبرونه
ننګرهار: څلور پاکستانيان له داعش ډلې سره د ملګري کېدو په تور نيول شوي
د ننګرهار چارواکي وايي له هغو څلورو پاکستاني اتباعو څېړنې روانې دي، چې په دې ولايت کې نن له داعش ډلې سره د يوځاى کېدو په تور نيول شوي دي.
له دغو پاکستاني اتباعو سره دوه افغانان هم د همکارۍ په تور نيول شوي دي.
د والي وياند عطا اله خوږياڼي نن ازادۍ راديو ته وويل، له دوى سره يو عراده موټر هم نيول شوى دى.
د والي وياند وايي نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى دى.
د ننګرهار چارواکو خبر ورکړى، چې وړمه ورځ په اچين کې د ځايي خلکو او داعش ډلې ترمنځ په جګړه کې د دې سخت دريځې ډلې ١٥ غړي وژل شوي وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران د آیفون د وروستیو ماډلونو پر پېرلو لګول شوی بندیز لرې کړی
ایراني چارواکو نن چهارشنبې اعلان وکړ چې د آیفون ټیلیفون د وروستیو ماډلونو پر پېرلو لګول شوی بندیزیې لرې کړی دی.
دغه بندیز له څه باندې ۱۹ میاشتو راهیسې لګول شوی و.
د ایران د مخابراتو وزیر ستار هاشمي پر خپلې ایکسپاڼې یا پخواني ټویټر ولیکل چې د آیفون ټیلیفونونو د واردولو په اړه نور جزییات او مقررات به په نژدې راتلونکې کې اعلان شي.
هغه په دې اړه نور جزییات نهدي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د دغه اقدام ملاتړ کړی دی.
ویل کېږي د ۲۰۲۳م کال د فبرورۍ په میاشت کې د آیفون ۱۴ او ۱۵ ماډلونو پر وارداتو او پېرلو دغه بندیز د دې لپاره لګول شوی وچې دا هېواد چې د اټومي پروګرام په خاطر پرې لګول شویو بندیزونو یې اقتصاد ډېر خراب کړی، د بهرنیو اسعارو لګښتونه محدود کړي.
په آذربایجان کې د افغانستان یو وګړی په ۱۰ کاله بند محکوم شوی
د آذربایجان په پلازمېنه باکو کې د افغانستان یو وګړی په ۱۰ کاله بند محکوم شوی دی.
د دې هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې، د باکو د لویو جرمونو محکمې د یوه افغان په اړه چې نوم یې فوزان موسی خان ښودل شوی، نن چهارشنبې خپله فیصله اعلان کړه.
د آذربایجان د ملي امنیت ادارې په خپله ویبپاڼه کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ویلي چې موسی خان شاوخوا یو کال مخکې په باکو کې د یوې تروریستي حملې د پلانولو په تور د دې هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی و.
ویل شوي چې نوموړی وروسته له هغې ونیول شو چې له یو شمېر کسانو سره چې هویت یې نهدی په ډاګه شوی، د وسلې د ترلاسه کولو لپاره اړیکې ټینګې کړې وې.
د اسیا جام او درې اړخیزو سیالیو لپاره د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان او عربي متحده اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزو سیالیو او اسیا جام په موخه د ۱۹ کلنو ځوانانو نوې جوړه شوې ملي لوبډله اعلان کړه.
د چهارشنبې په ورځ د اکټوبر په ۳۰مه نېټه کرکټ بورډ په یوه خبر کې ویلي چې د افغانستان ۱۹ کلنه ملي لوبډله به د راتلونکې نومبر میاشتې په نهمه نېټه عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي او هلته به له پاکستان او کوربه هېواد سره لوبې ترسره کړي.
په اعلان شوې لوبډله کې محبوب تسکین د ۱۹ کلنې لوبډلې لپاره لوبډلمشر ټاکل شوی دی.
په دې اتلس کسیزه لوبډله کې عزیزخان، فیصل خان، برکت ابراهیمزی، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه عليخېل، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرتالله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم ښیوهوال، حفیظ ځدراڼ، الله محمد غضنفر او نصیر معروف خېل شامل دي.
دغه راز روحالله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان په احتياطي لوبغاړو کې اخیستل شوي دي.
کرکټ بورډ ویلي چې اعلان شوې لوبډله به پر درې اړخیزو سیالیو سربېره د اسیا جام لپاره هم غوره شوې ده.
د درې اړخیزې لوبلړۍ په تړاو په خبر کې ویل شوي چې دا سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل او تر ۲۶مې نېټې به دوام لري.
د ویلو ده چې تر یادې لوبلړۍ وورسته به د اسیا جام سیالۍ د نومبر په ۲۹مه نېټه پیل او د ډسمبر میاشتې تر اتمې نېټې به دوام ولري.
د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبر ورکړل شو
د ایران پولې ته څېرمه نیمروز ولایت کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې د یوه افغان د وژل کېدو او د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.
د حالوش په نوم د بشري حقونو ډلې چې د ایران سیستان-بلوچستان اړوند پېښو په اړه خبرونه خپروي، نن چهارشنبې پر ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر ولیکل چې د ایران پوله ساتي ځواکونه وروسته له هغې په صفري نقطه کې د طالبانو له یوې سرحدې پوستې سره په ډزو کې ښکېل شول چې د ایران د هیرمند ولسوالۍ اړوند ساسولي کلي کې دېره ایراني پوله ساتو ځواکونو پر یو شمېر هغو بلوڅانو ډزې وکړې چې پر پوله د تېلو د لېږد کاروبار مخ ته وړي او لږترلږه یو تن پهکې ووژل شو.
حالوش ویلي چې وژل شوی کس د نعیم ریګي په نوم یو۲۶ کلن بلوڅ و.
دغه راز ویل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.
خو د نیمروز ولایت د پل ابرېشم په سیمه کې د طالبانو کمیسار مولوي حنظله آزادي راډیو ته په خبرو کې په سیمه کې د دوی او ایراني ځواکونو ترمنځ د نښتو خبره رد کړه، خو یوازې د یوه کس وژل کېدل یې پرته له دې چې د څرنګوالي په اړه یې نور جزییات ورکړي، تایید کړل.
د وژل شوي افغان یوه نژدې خپل چې ځان د نعیم ترورزوی معرفي کوي، ازادي راډیو ته تایید کړه چې هغه تېره شپه داسې مهال د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو ووژل شوچې غوښتل یې پر پوله د ایران خواته واوړي.
په خپلواکه توګه د دا ډول پېښو په اړه د راپورونو تاییدل ګران کار دی.
خو د ایران سیستان-بلوچستان اړوند سیمو کې د دا ډول پېښو په اړه اکثراً رسنۍ د حالوش پر راپورونو اتکا کوي.
د اسراييل له لوري د ملګروملتونو پر مرستندويه ادارې بنديز؛ امريکا پرې اندېښنه ښودلې
امريکا د اسراييل له لوري د ملګروملتونو پر مرستندويه ادارې د بنديز د قانون په اړه اندېښنه ښودلې
د امریکا متحدهایالتونو پرهغه قانون ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې، د اسراییل پارلمان د دوشنبې په ورځ تصویب کړی او لهمخې یې د ملګرملتونو پر لویې ادارې، UNRWA چې په غزې تړانګه او د اسراییل په ګډون په منځني ختیځ کې د فلسطینیانو لاسنیوی کوي، بندیز لګوي.
د متحدهایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر پرون سهشنبې ناوخته په یوه خبري غونډه کې د دغه قانون په اړه چې لهمخې یې د ملګروملتونو دغه مرستندویه اداره په اسراییل کې له هر ډول فعاليت څخه منع کېږي او هم اسراییلي چارواکي ورسره له هر ډول اړیکو راګرځوي، په غبرګون کې وویل چې واشنګټن د دغه قانون په اړه په ښکاره اندېښنې او هم یې ورسره مخالفت څرګند کړی دی.
د هغه په خبره متحدهایالت دغه قانون ته ډېره اندېښنه ځکه لري چې هغه کولای شي، په لوېدیځه غاړه، غزه او ختیځ بیتالمقدس کې د دې ادارې فعالیتونه بند کړي.
د ښاغلي میلر په خبره د دې خطر شته چې د اسراییل د دغه اقدام په نتیجه کې په ميلیونونو فلسطینیان چې د ملګروملتونو پر دغې مرستندویه ادارې متکي دي، د روغتیاپالنې او د لومړنیو او ثانوي زدهکړو په ګډون له اساسي خدمتونو بېبرخې شي.
پکتيکا کې د طالبانو له لوري په غلا تورن يو کس ۳۹ دُرې وهل شوی
په پکتیکا ولایت کې نن چهارشنبې په غلا تورن یوه کس باندې تعزیري سزا عملي شوه.
د طالبانو د سترې محکمې د بیان لهمخې د دې ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ابتدایي محکمې د پرېکړې لهمخې تورن کس چې په شپږ کاله بند محکوم شوی، په ۳۹ دُرو ووهل شو.
پهدې وروستیو کې د طالبانو لهخوا په عام محضر کې پر مجرمینو د تعزیري سزګانو په عملي کېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
طالبانو د تېرې یکشنبې په ورځ د فاریاب ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې یوکس د زنا په تور ۳۵ دُرې وواهه.
تورن کس په ۴ میاشتو زندان هم محکوم شوی.
دغه سزاګانې داسې مهال عملي کېږي چې، نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو ډلو په کراتو کراتو له طالبانو غوښتي چې په عام محضر کې پر مجرمینو د تعزیري سزاګانو له عملي کېدو لاس واخلي.
غزه کې نن سهار د اسراييلو په هوايي بريدونو کې ۸۸ کسان وژل شوي
د غزې تړانګې په شمالي برخه کې نن چهارشنبې د اسرايیلو په دوو هوايي بریدونو کې د لسګونو ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۸۸ کسان ووژل شول.
روغتیايي چارواکو او د یوه روغتون مشر ویلي چې، د ژوند ګواښوونکو ټپیانو درملنه ځکه نهشي کېدای چې د اسرايیلي ځواکونو د اوونۍ د پای په عملیاتو کې په لسګونو ډاکټران توقیف شوي دي.
اسراییل په وروستیو اوونیو کې د غزې په شمال کې هوايي بریدونه زیات کړي او هم یې پراخ ځمکني عملیات پیل کړي دي.
اسراییل ویلي چې، دغه عملیات د حماس چې د متحدهایالاتو او اروپايي اتحادیې لهخوا د یوه ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی، د سختدریځې ډلې د وسلهوالو په لهمنځه وړلو متمرکز دي.
د جګړې له پراخېدو سره د غزې په شمال کې د سلګونو زرو فلسطینیانو د خرابېدونکي بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
پنټاګون: د روسيې په کورسک سيمه کې د شمالي کوريا يوه قطعه ځای پر ځای شوې ده
د متحدهایالتونو د دفاع وزارت وايي، د شمالي کوریا د سرتېرو یوه کوچنۍ قطعه د روسیې په کورسک سیمه کې ځای پر ځای شوې ده.
پنټاګون اندېښنه ښودلې چې، ښايي لهدې سرتېرو څخه د اوکرایني ځواکونو پر ضد کار واخیستل شي.
د پنټاګون ویاند تورنجنرال پاټ رایډر پرون خبریالانو ته وویل، داسې نښې نښانې شته چې د روسیې کورسک ولایت ته د شمالي کوریا لږشمېر سرتېري استول شوي دي او زرګونه نور هلته رسېدو ته یا نژدې شوي او یا په نژدې راتلونکې کې ور روان دي.
رایډر همداراز وویل، پنټاګون د هغو راپورونو د تأیید لپاره کره معلومات نهلري چې وايي، په اوکراین کې دننه هم د شمالي کوریا ځواکونه شته.
ولسمشر جوبایډن ویلي دي، په کورسک کې د شمالي کوریا د سرتېرو حضور سخت اندېښمن کړی دی.
بایډن زیاتوي، که دا سرتېري د اوکراین قلمرو ته ننوځي، نو اوکرایني ځواکونه باید برید پرې وکړي.
کامالا هريس: ټرمپ بېثباته او غچ اخيستونکی دی
د امریکا مرستیال ولسمشرې او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکرات ګوند کاندیدې کامالا هریس پر خپل سیال پخواني ولسمشر ډونالډټرمپ تور لګولی چې، بېثباته دی او د غچ اخیستو عادت لري.
مېرمن هریس دا څرګندونې پرون سپینې ماڼۍ ته نژدې په یوه پراخه غونډه کې وکړې.
هغې ژمنه وکړه چې د ټولو امریکايانو ولسمشره به وي، خو خپل سیال یې تورن کړ چې د بېکنټروله قدرت په لټه کې دی.
د دې غونډې تنظیموونکو وویل شاوخوا ۷۵ زره کسان هلته راټول شوي وو.
که څه هم دا شمېرې د پولیسو او خپلواکو څارونکو لهخوا نهدي تایید شوي، خو د راپورونو لهمخې د هریس ځینو پلویانو په هغه پارک کې چې ټرمپ څلور کاله مخکې وینا کړې وه، اووه ساعته انتظار وکړ څو د هریس وینا واوري.
په همدې پارک کې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه ښاغلي ټرمپ خپلو پلویانو ته مخکې لهدې چې هغوی د کانګرس پر ودانۍ برید وکړي، وینا کړې وه.
پخوانی ولسمشر او پلویان یې دا برید کم اهمیته موضوع بولي.
ګوتېريش: د فسلطينيانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بديل نهلري
ملګري ملتونه وايي، که اسراییل د فلسطینیانو لپاره د دې سازمان له څانګې سره د اړیکو د پرې کولو اړوند نوی قانون عملي کړي، نو د اسراییلو حکومت به د فلسطیني وګړو اړتیاوې د نړیوالو قوانینو په اساس پوره کوي.
د اسراییل پارلمان پرون هغه قوانین تصویب کړل، چې د اسراییلو په خاوره کې د ملګروملتونو د ځانګړې څانګې UNRWA پر فعالیت بندیز لګوي، اړیکي ورسره پرې کوي او د تروریستي ادارې په نوم یې یادوي.
د ملګروملتو د ویاند ستیفان دوجاریک په وینا سرمنشي انتونیو ګوتېریش ویلي چې، د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې اداره بل بدیل نهلري.
ګوتېرش ویلي دي چې UNRWA د اسراییل او حماس ډلې ترمنځ د روانې جګړې پرمهال د فلسطینیانو لپاره د ژوند ژغورنې یوازینۍ مرستندویه اداره ده، خو د هغه په وینا د اسراییلو نوی قانون به په غزه کې پر روان بشري وضعیت ناوړه اغېز وکړي.