د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

موصل کې د داعش د کنټرول ساحه ۸ کېلو متره مربع ته راکمه شوې


د عراق پوځي چارواکي وايي، په لوېدیځ موصل کې د داعش یا اسلامي دولت د سختدریځې ډلې د کنټرول ساحه ۸ کېلو متر مربع ته رالږه شوې ده.

په دې سیمه کې د موصل زوړ ښار هم شامل دی چې ښايي په راتلونکو ورځو کې سختې جګړې په‌کې وشي.

د عراق خاصو ځواکونو پرون شنبه وویل، هغه سیمه‌یې نیولې چې دوی ورته ګومارل شوي وو.

دوی همداراز وايي، که د صدراعظم له لوري ورته امر وشي له بل هر ځواک سره مرستې ته تیار دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د داعش وسله‌واله سختدریځه ډله اوس د موصل په درو سیمو الشفا، الزجیجي او زوړ ښار کې پاتې ده.

XS
SM
MD
LG